سیګار: طالبانو سره دامهال ۶۰ زره جنګیالي شتون لري، خوداتعداد پسرلي کې ۱۵۰ زره ته لوړیږي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ وږی ، ۱۳۹۸ل)

د امریکا د ځانگړي مفتش دفتر (سیگار) یوځل بیا دطالبانو دجنګیالیو له لوړ تعداد خبرداری ورکړی دی.

سیګار ویلي، که د طالبانو اړوند د زرگونو جنګیالیو د بیا ادغام لپاره پراخ پروګرام جوړ نشي؛ په افغانستان کې د سولې لرلید هیله مند نه دی اودلته به دخونړۍ جګړو شاهدان اووسو.

دغې ادارې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو ډله اوسمهال شاوخوا ٦٠ زره جنگیالي لري او دغې ډلې سره شاوخوا ۹۰ زره نور جنگیالي هم د جگړو د فصل(پسرلي) پر وخت یوځای کیږي.

دسیګار په راپور کې راغلي چې د طالبانو له ډلې سره یوې موافقې ته د رسېدو په صورت کې هم که په ټولنه کې عادي ژوند ته د بېرته گرځېدو چارې ښې مدیریت نشي د نورو غیر قانوني ډلو له لوري د هغوی د استخدامولو خطر موجود دی او په افغانستان کې د نا امنیو د دوام احتمال شته.

سیګار تردې وړاندې هم دخپلو څېړنو په اساس خبر ورکړی وو چې طالبان دهېواد په ۶۰ سلنه حاکمیت لري، اوممکن دا فیصدي راتلونکی نور هم زیادت ومومي.

مربوطه مطالب

Back to top button