کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ وږی ، ۱۳۹۸ل)
د افغان سولې لپاره د امریکا دبهرنیو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ د امریکا کانګرس د بهرنیو چارو کمېتې ته له طالبانو سره د سولې خبرو په اړه وضاحت وړاندې کړ.
خلیلزاد تر دې وړاندې د کانګرس د یادې کمیټې درې لیکونه له پامه غورځولي وو او د سولې خبرو په اړه د وضاحت او معلوماتو شریکولو لپاره نه و ورغلی.
خلیلزاد د کمېټې غړو ته د بندو دروازو تر شا وینا کړې چې تر اوسه د دغو خبرو جزیات نه دي په ډاګه شوي.
خو تر دې وروسته د سویلي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې الېس وېلز له طالبانو سره د سولې د خبرو پر ګڼو جزیاتو غږېدلې.
وېلز په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې امریکا له افغانستان د پوځیانو د ایستلو تړون نه کوي، بلکې پر یوې داسې هوکړه کار کوي چې له مخې یې بین الافغاني خبرې پیل شي او روانه جګړه پای ته ورسېږي.
سیاسي شنونکي دخلیلزاد په مفکوره کې له وروستیو تغیراتو معلوموي چې ممکن دکانګریس اکثر غړي په دې قانع کړي وي چې امریکا په افغانستان کې بغیر له مذاکراتو او سولې بله لار نه لري.
دوی زیاتوي، دامریکا غوڅ اکثریت له هېواده زرګونه کیلومیټره لرې د روانې جګړې پای غواړي، او دا هېواد په سیاسي تبصرو او مقالو کې دامپراطوریو په هدیره نوموي، چې دا یوه نوعه ستړیا بللی کیږي.















