غني: تر دې وروسته صفر دوه قطعه شپني عملیات نشي کولای

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ وږی ، ۱۳۹۸ل)
دګډحکومت مشر اشرف غني نن ننګرهار ولایت کې خپلې جوړې شوې کمپایني غونډې ته ویلي، تردې وروسته به ۰۲ قطعه د شپې له مخې عمليات نه شي ترسره کولاى.
غني ددې قطعې له لوري پر وروستیو جنایاتو اعتراف کړی او په ياده قطعه كې یې پر ژورو بدلونونو ټينګار وكړ.
غني د ملي امنيت د ۰۲ قطعې د شپنيو عملياتو د بندښت خبره داسې مهال کوي، چې په دې وروستيو کې په ننګرهار او ځینې نورو ولایتونو کې د دې قطعې په شپنيو عملياتو کې ګڼ شمېر ملكي وګړي ووژل شول.
نږدې درې ونۍ وړاندې ننګرهار کې یادې قطعې دیوې کورنۍ څلور ځوانان چې دیوه پلار زامن وو په ډېره وحشتناکه توګه ووژل او دداعش تور یې پرې ولګاوه، هماغه وخت ننګرهاریانو له غني سره دپریکون اعلان وکړ.



