خپل مرګ ته په قتارکې ولاړ اولس !

امرالله عمران
د ننګرهار ولس خپله حافظه له لاسه ورکړې، داسې ورځ دې حرامه وي چې د ننګرهار په بیلابیلو ځایونوکې بهرني او چاپه مارې ملیشې، (داړه مارځواکونه) دي د بې ګناه افغانانو وینه تویه نکړي .
دلته اوس هم د ویرې حالت دې، خلک په ډار کې شپې ورځې سبا کوي، هر ورځ د قوم مخور، علما، او د خبرو د کارخلک په مرموز ډول، ترور او وژل کیږي…
د دې باوجود د افغانستان د نورو ځایونو په څیر حالت دې، ولس په ښارونو کې د چاودنو په ډار کې دې او په اطرافو کي بیا د شپنۍ چاپو، او بمبار له ډاره د شپي خوب نشته، ددې وحشتونو په لړۍ کې تیره اونۍ د حکومت یوی (عسکري قطې) جلال اباد ښار کې د يوې کورنۍ (څلور) ځوانان په مرموز ډول په خپل کورپه ډیر بې رحمانه ډول ووژل، چې ښکاره یې پړه هم و منله ، او پرون ورځ بیا د خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو تنګي سيمه کې د افغان حکومت له لوري د جلغوزيو په کارګرانو ډرون بريد ترسره کړ چې (۷۰ )تنو ته مرګ ژوبله ورسیده.
یواځې د یوي کورنۍ(۷ جنازې) را ووتلې، ددې وحشت یو شپه تیریږي، نن ښه په ډاډ سره سراعلی قمندان سرې سترګې ننګرهار ته راځي د دومره جنایتونو سره سره بیا هم د تیر په څیر ولس ته دریږي او د رایو غوښتنه کوي چې ۵ کالو لپاره بیا خپل جنایت ته دوام ورکړي،
په ننګرهار کې داسې څوک پیدا نشو چې د خپل مظلومیت غږ یې پورته کړی وایې !
عجیبه ننداره خو دا وه هماغه ولس چې پرون یې جنازې خاورو ته وسپارلې نن د هماغو شهیدانو قاتل ته د کمپاین په موخه را ټول شوي وو.
ولس د مږکانو غوندې بې حافظې شوی، تیر وحشتونه یې هیر کړي، نور خو پریږده پرونی وحشت یې له یاد ووته!؟
موږ په څومره لویدلې ټولنه کې ژوند کوو، هره ورځ مو وژني بیا هم ورته چکچکې وهو، زموږ حالت به څنګه بدل شي، چې وحشت او جنایت ته د جنایت او وحشت په سترګه نه ګورو.
دا خبره باید هیڅکله هیره نکړو یو ولس تر هغي پورې د نجات لاره پیدا کولای نشي تر هغې چې دوی د خپل ژوند د بدلون اقدام نه وي کړی، د خپل قاتل پلویتوب یې نه وي پریښی ځکه الله تعالی د یو قوم حالت تر هغي نه بدلوي ترڅودوي خپله د بدلون غوښتنه او اقدام ونه کړي(( إن الله لا يغير ما بقوم حتى يغيروا ما بأنفسهم …))
تر څو چې د ظالم ملاتړ راون وي د هغه پلویتوب کیږي، له دې نه د سختو غمیزو شاهد به اوسوو.


