غورځنګ
دا چې سوله د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري لغوه شوه او ټرمپ په خپله ټويټ باندې داسې اعلام کړه چې ګواکې طالبانو چې کله امریکايي پوځي وواژه نو ده يې په مقابل کې سوله لغوه اعلان کړه خو پرون يې چې د استرليا له کوم پلاوي سره ملاقات کړی دی هغه ته يې ويلي چې ګواکې د سولې خبرې يې ځکه لغوه کړي دي چې دغې ډلې يعنې طالبانو ورسره اوربند نه کاوه نو څوک چې اوربند نه کوي؛ له هغه سره سوله څه فائده؟؟
په هر صورت دا خو ټولې نړۍ ته معلومه ده چې سوله څنګه لغوه شوه او چا لغوه کړه يعنې ټوله نړۍ خبره ده چې غوا توره او شيدې يې سپينې.
اوس ټوله نړۍ په دې پوهېږي چې امریکا جګړه غواړي او طالبان سوله، نو د دې لپاره چې امريکا په نړۍ کې بېرته هغه پخوانی مقام خپل کړي او نړۍ ته بيا وښيي چې هوکې! امریکا اوس هم بشري حقونو ته ژمن هېواد دی، نو بېرته به سوله پيلوي. خو که چېرته د سولې مذاکرات پيل نه کړي نو د امريکا نوم به له دې وروسته نور هم بدېږي.
بل لور ته امریکا د زور له امله هم د مذاکراتو بيا پيل کېدو ته مجبورېږي.
ځکه داسې ګنګوسې اورېدل کېږي چې ګواکې طالبانو له چين، روسيې، اېران او نورو سيمه اييزو هېوادونو سره لا له پخوا دا خبره مطرح کړې وه چې که چېرته امريکا په خبرو کې صداقت نه درلوده او يا هم له خبرو څخه په شا شوه نو بيا به پورته ياد شوي سیمه ييز هېوادونه طالبانو ته د طيارو ضد اسلحه ورکوي تر څو امريکايان په زور دې ته مجبور کړي چې افغانستان ترک کړي او خپل پوځيان ورڅخه ووځي.
دا چې د طالبانو دغه ډول دواړه صورتونه امریکا ته په سيمه او افغانستان کې د خطر د زنګ معنا لري. ځکه نو اوس امریکا هم يوه معقوله بهانه لټوي تر څو بېرته د سولې لپاره مذاکرات پيل کړي او په داسې يوه بهانه يې پيل کړي چې د امريکا حيثيت ته پکې تاوان ونه رسېږي خو هغه د چا خبره چې لاړې يو ځل توکړل شي نو بېرته نه راټولېږي.
نو امریکا اوس لاړې توکړې دي اوس بېرته نه راګرځي، سولې ته به يو ځل بيا په ټيټو سترګو راګرځي او دا ځل به که خير وي د طالبانو هر ډول شرائط مني.
خو دوی به يوازې او يوازې د خپلو پوځيانو د روغو وتلو لاره لټوي.
مګر که بيا هم امريکا جنګ له سولې څخه غوره وبولي او پر همدې خبره کلک ودرېږي چې له طالبانو سره سوله نه کوو! بلکې جنګ ورسره کوو! نو دا صورت امريکايانو ته تر هغه بل ډېر خطرناک دی، ځکه له دې مخکې خو له طالبانو سره داسې اسلحه نه وه چې د امریکا الوتکې پرې وولي او راوې غورځوي.
خو که دا ځل طالبانو رښتيا هم له سيمه ييزو هېوادونو سره داسې څه تړون کړی وي چې د هغه له مخې دې طالبانو ته دسيمې هېوادونه د طيارو او الوتکو ضد اصلحه ورکړي نو دا صورت به امریکا ته ډېر ګران تمام شي او هېڅ زغم به يې ونلري چې په هغه صورت کې به بيا د سولې زارۍ کوي خو طالبان به بيا د امريکا هېڅ ډول شرط نه مني بلکې خپل ټول شرائط به پر امريکا مني.
نو د دې لپاره امريکا ته اوس هم چانس شته چې مخکې له دې چې طالبانو ته دغه ډول اسلحې ورکړل شي، بايد امريکا بېرته سولې ته راوګرځي.
کنه وي د دغو هېوادونو له لوري طالبانو ته د امريکايانو پر خلاف دغه ډول مرسته پخپله د امريکا پر ضد د جنګ اعلان دی.
ځکه چې امريکا که چېرته په افغانستان کې نظامي اډې غواړي نو د امريکا تاريخ خو ټولو ته معلوم دی چې د شيطان او ابليس دنده پر مخ وړي يعنې له دې اډو څخه به د سيمې ټول هېوادونه په تنګ وي او لاسوهنه به پکې کوي.
چې غوره مثال يې په سعودي کې د امريکا اډې دي چې په مختلفو ځايونو کې حملې امريکايان پخپله کوي مګر پر اېران يې ورتپي.
نو دغه حال به دلته هم وي خو سيمه ييز هېوادونه يې کېدی شي سر له اوسه څه چاره وکړي.
دا دی اوس د طالبانو پلاوی چين ته روان دی او له دې مخکې بيا مسکو ته هم نوموړی پلاوی تللی و او يو ځل اېران ته هم تللی دی او تمه ده چې پاکستان ته به هم ولاړ شي.
نو په پای کې وايو چې د طالبانو دغه ډول سيمه ييز سفرونه د امريکا لپاره د خطر زنګ دی