کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ وږی ، ۱۳۹۸ل)
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند او مخکښ ډموکراټ سناتور برني سنډرز یوځل بیا افغان جګړه دامریکا داقتصاد او نظام ځپونکې او بې مانا یاده کړې.
سنډرز وایي، امریکا باید په افغانستان کې روانې بې مانا او اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، دابه دامریکا لوړه بریا وي.
هغه ننګرهار کې دبهرنیو ځواکونو برید ته په اشارې ویلي، امریکایي ځواکونو په داسې حال کې چې ویل یې داعش ډله یې په نښه کړې، خو له بده مرغه په دغه برید کې لسګونه بې ګناه ملکي وګړي ووژل شول چې دا یوه انساني فاجعه ده او امریکا باید پر دې بې مانا جګړې نور لګښت ونه کړي.
نوموړي زیاته کړې، په یاد هېواد کې د داعش ډلې د حضور له امله د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو توجیه سمه نه او دایوه بې مفهومه بهانه ده.
سنډرز ټینګار کړی دی چې دوی باید په دې هېواد کې د خپل تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې ته نور د پای ټکی کېږدي او دلته مېشت ځواکونه هر څومره ژر خپلو کورونو ته ستانه کړي.
دطالب او امریکایي مرکچیانو د لس میاشتني مذاکراتو له لغوه کېدا وروسته ډیری امریکایي سیاستوالو ورته څرګندونې کړي، اوددې اوږدې جګړې د ژر تر ژره پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې.