ای خدایه!

دا شعر د وروستیو ملکي تلفاتو او عام وژنې په تأثر کې لیکل شوی!
ھیله دہ خوښ مو شي

ای خدایه!

خدایه داسې وخت به راشي؟
چې نه بم نه انفجار وي
نه د مور سترگې نمجنې
نه په ویر کې د چا پلار وي

ورورولي وي خوشالي وي
پاک نظام مو شرعي وي
خاینین وي تښتیدلي
د اشغال کډہ ور بار وي
خدایه داسې وخت به راشي؟
چې نه بم نه انفجار وي

عالمان مو محترم وي
پر قدم یې زموږ‎ قدم وي
زندانونه وي مات شوي
ټول د کار سړ‎ي پر کار وي
خدایه داسې وخت به راشي؟
چې نه بم نه انفجار وي

نه غني نه یې نامه وي
نه د دروغو برنامه وي
نه وي مرستې د پردیو
پخپل مټ مو انحصار وي
خدایه داسې وخت به راشي؟
چې نه بم نه انفجار وي

نه ناټو نه یې مفتي وي
نه مو ارگ کې فحاشي وي
استقلال مو وي خپل کړ‎ی
په ولس مئین سرکار وي
خدایه داسې وخت به راشي؟
چې نه بم نه انفجار وي

نه د قوم په نوم سیاست وي
نه پر دین مو تجارت وي
ھر قوم خپله وي شړ‎لی
د قومونو ټیکه دار وي
خدایه داسې وخت به راشي؟
چې نه بم نه انفجار وي

شین لغمان وي خپل وطن وي
ورک تیارہ سوړ‎ سویډن وي
د سیند غاړ‎ہ وي حفیظ وي
څو یاران او خوږ‎ بنډار وي
خدایه داسې وخت به راشي؟
چې نه بم نه انفجار وي
______________________________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د سپتمبر ۱۹/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویدن

مربوطه مطالب

Back to top button