کابل ټکی کام ۰۲سلواغې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د پګواش نړیواله مؤسسه د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې یو کنفرانس سبا شنبه د سلواغې په ۰۳مه نېټه جوړوي چې د نورو افغاني څیړونکو او هېوادونو د ګډون تر څنګ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازې هم ور غوښتل شوي دي.
د ذبیح الله مجاهد له لوري زمونږ همکار ته د دغې بلنې په اړه یو پیغام را استول شوی چې د دغې بلنې د منلو تر څنګ پکې ویل شوي دي چې د دوی د سیاسي دفتر استازي به په دغه تحقیقاتي کنفرانس کې ګډون وکړي.
دغه نړیواله مؤسسه هر وخت د ستونزو د حل لارو لپاره کنفرانسونه جوړوي چې له دې څخه یې وړاندې هم په قطر هېواد کې یو تحقیقاتي کنفرانس جوړ کړی وو.
د یادولو ده چې پګواش یوه نړیواله او خپلواکه مؤسسه ده، چې د جګړو او نورو ستونزو د هوارولو لپاره څېړنیز کنفرانسونه جوړوي، او هر څوک د جګړو او ستونزو د حل لارو لپاره خپل نظر او دریځ څرګندوي، چې یاد کنفرانس هم دغه ډول کنفرانس دی.
















