غزني: ګډو ځواکونو یو بازار ویجاړ او خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱، دوشنبه)

ګډو ځواکونو د غزني ولايت په شلګر ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال یو بازار ویجاړ کړی او خلکو ته يې د ميليونونه افغانيو زيانونه اړولي دي.

د شلګر ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، تيره شپه بهرنیو او دولتي عسکرو د یادې ولسوالۍ مربوط په کمال خيلو بازار او کلي عملیات کړي چې پر مهال يې د ۸۰ په شاوخوا کې دوکانونه ویجاړ او چور کړي دي.

دوی وايي، عملياتي عسکرو بازار ته نږدې د خدوخيلو پر کلي کې هم د خلکو دروازې ماتې کړي ، کورونه يې پلټلي او له خلکو يې قيمتي مالونه وړي دي.

د سيمې اوسيدونکو په وينا، له یاد بازار څخه خلکو د ژوند اړتيا وړ شيان ترلاسه کول او هيڅ کوم ناقانونه کار پکې نه ترسره کيده.

دا لومړی ځل نه دی چې د ګډو ځواکونو له خوا په غزني بازار ویجاړيږي بلکې دوه ورځې مخکې هم د دهيک ولسوالۍ د سليمانزو بازار د بهرنیو او دولتي ځواکونو له خوا ویجاړ او عامو خلکو ته يې ميليونونه افغاني زیان واړاوه.

د یادونې ده، چې د روانې میاشتې په سر کې هم د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د ناوې ولسوالۍ بازار ويجاړ او شاوخوا سل دوکانونه بکې تخريب شول.

مربوطه مطالب

Back to top button