هلمند: موسی کلا کې د واده پر مراسمو بمبار لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱، دوشنبه)
د هلمند ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په شمول لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي اوسيدنکي وايي، تيره شپه د صفر درې په نوم عملیاتي قطعې په کونجک او شواروز سيمو کې د عملیاتو پر مهال د یوه واده مراسم هم بمبار کړل.
که څه هم تر اوسه په دغه بمبارۍ کې د وژل شويو کسانو اصلي شميرې نه دي په ډاګه شوي خو ويل کيږي چې تر پنځوس کسانو پورې يې چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، مرګ ژوبله اړولې ده.
ځینو سرچینو د ديرش کسانو د وژل کيدو او شل نورو د ټپي کيدو خبر ورکړی دی.
د هلمند ملي امنیت په یاده سیمه کې بمباري تاييدوي او د یاد ولایت د والي ویاند عمر ځواک ويلي، په بمبار کې ملکي وګړو ته هم مرګ زوبله اوښتې ده چې په اړه به يې وروسته رسنيو سره معلومات شریک کړي.
سيمه د طالبانو تر واک لاندې ده او طالبان وايي، چې ګډو ځواکونو په یاده سیمه کې د عملیاتو پر مهال د واده مراسم هدف ګرځولي چې یو ټونس، دوه سراچې، يو ډاډسن موټر او شپږ کورونه يې په بشپړه توګه ویجاړ کړي چې د واده مراسمو ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالبانو خبرپانه کې راغلي، چې د چاپې پر عسکرو د دوی له خوا برید شوی چې اتلس د صفر درې قطعې عسکر پکې وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان دي.
په وروستيو کې یوځل بیا ګډو ځواکونو د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې د ملکي خلکو اهداف د خپلو شپنيو عملیاتو او هوايي بريدونو هدف ګرځولي چې تر ډيره پکې اولسي خلک وژل کيږي خو چارواکي، بشري ټولنې او د ملکي تلفاتو د مخنیوي ادارې يې پر وړاندې چوپه خوله دي.



