سیمه د بدلون په حالت کې ده

سرليکنه
دا چې د امریکا او طالبانو تر مینځ د نږدې یوه کال لپاره د سولې مذاکراتو پایله بالآخره دا شوه چې د ټرمپ په څیر د یوه ناعاقبت اندیشه وګړي لخوا په بهانه جوړولو سره دغه مذاکرات لغوه اعلان کړل، او فکر یې وکړ چې ګوندې دوی به وکولای شي جګړه د زور له لارې له طالبانو وګټي، خو داسې ځکه نده چې د افغانستان د خلکو او جګړو تاریخ د ټولو مخې ته پروت دی.
ټرمپ فکر کاوه چې ګوندې په دې کار سره به طالبان دې ته اړ کړي څو هر هر ډول شرایطو ته سر ښکته کړي او د ټرمپ هر ډول فرمایشات به ومني، خو ټرمپ واوریدل چې طالبانو څه پیغام ورکړ؟ طالبانو ورته په عکس العمل کې وویل چې دوی تیار دې تر سلو کلونو پورې د یرغلګرې امریکا پر وړاندې د پخوا په څیر په میړانه جګړه وکړي، څو امریکا یو ځل بیا د مذاکراتو میز ته په ټیټ سر کیناستل ومني.
په سیمه کې امریکا یواځې له طالبانو سره په جګړه نه دي، بلکې دلته امریکا په لومړي قدم کې له روسیې سره ، په دوهم قدم کې له چین سره او په دریم قدم کې له ایران سره لاس او ګریوان ده، همدا لامل و چې د مذاکراتو له د الغاء له اعلان سره پیوست لومړی روسیې طالبانو ته بلنه ورکړه څو د راتلونکې لپاره د امریکا پر ضد د دردیدا په ستراتیژئ وغږیږي ورپسې سملاسي ایران طالبانو ته بلنه ورکړه، څو د وینې څښونکې امریکا پر وړاندې د ټینګې مبارزې هوډ وکړي، او دادی نن ورپسې چین طالبانو ته بلنه ورکړه چې همدا اوس طالبان په بیجینګ کې له چینی مقاماتو سره د یرغلګرې امریکا په وړاندې خپل تدبیرونه سره یو کړي.
په سیمه کې د امریکا پر ضد یو غښتلي او پیاوړی بلاک په جوړیدو دی او دا بلاک به وکولای شي د امریکا د کبر او غرور ښکرونه یو ځل بیا مات کړي او د تل لپاره به د امریکا په وینو سرې پنجې له دې سیمې وباسي او داسې غاښ ماتوونکی ګوزارونه به وویني چې کله به هم بیا د دې سیمې په لورې په کږو سترګو د کتلو جرأت ونکړي.
د سیمې حالات مخ په بدلیدو دی، هغه خلک چې لا یې هم د امریکا نشه په مغزو کې ده په خپل فکر او سوچ کې دې تجدید نظر وکړي، او حقایق دې درک کړې مخکې له دې چې وخت تیر شي، او بیا لاسونه مروړي چې لاسونه مروړل بیا هیڅ ګټه نشي لرلای، ټول اسلامي هیوادونه او مسلمانان باید د خدای تعالی په مرستو ځانونه متکي کړي، الله تعالی په هر ډول کولای شي د پاکو خلکو مرسته وکړي، دا چې نن روسیه، چین او ایران د امریکا پر ضد په خوځښت راغلی او د طالبانو سره خپل اواز او خپل زور یو کوي دا د الله تعالی هغه فیصله ده چې فرمایلی یی دی: و یحق الله الحق و یبطل الباطل و لو کره المشرکون.
د سیمې خلک به ډیر زر په سیمه کې د یو لوی بدلون شاهد و اوسي، اشغالګران به نسکور او هیواد به سمسور وویني. ان شاء الله.



