ګارډین: ښايي ډېر کم خلک په ټاکنو کې برخه واخلي؛ رايه ورکول به د ليونتوب په معنی وي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱، دوشنبه)
برتانوۍ ګارډين ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو په اړه په یوه مطلب کې ليکلي، چې ښايي د نا امنۍ او فساد له کبله ډير کم خلک په ټاکنو کې برخه واخلي.
ګارډين ليکي، پر انتخاباتود تاوتریخوالي او درغلۍ سيوری غوړيدلی، په تيره لسيزه کې هر انتخابات د درغلیو او تاوتریخوالي سره مخ و زياتوي چې راتلونکو انتخاباتو کې رايه ورکول به هم یوازې ليونتوب وي.
سرچينه زیاتوي، دا چې ولسمشرۍ انتخاباتو ته لږې ورځې پاتې دي او تيرو ټاکنو ته په کتو ښايي دا له هغې هم بدتره وي.
ورځپاڼه لیکي، طالبانو د انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ کړی او تر اوسه يې په ځینو سیمو کې د انتخاباتو پر کمپایني غونډو بریدونه هم کړي زياتوي د بريدونو دغه ګواښونو خلک اړ کړي چې د انتخاباتو له مرکزونو خلک ليرې وواوسي او د بريدونو له ويرې خپلې رايې ونه کاروي.



