جواد ظریف: که امریکا پر ایران فشارونه راکم کړي؛ د روحاني او ټرمپ لیدل ممکن دي

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱ تله، ۱۳۹۸)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د حسن روحاني لیدل ممکن بللي خو شرط یې ورسره ایښی دی.

ظریف ویلي چې حسن روحاني به هغه وخت له خپل امریکایي سیال سره لیدو ته چمتو شي چې واشنکټن پر تهران لګیدلي بندیزونه راکم کړي.

د روحاني په وینا، که امریکا غواړي چې د ایران اتومي پروکرام تر څار لاندې ونیسي نو په ټکو یې چې واشنګټن دې هغه څه ومني، څه چې تهران غواړي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا او ایران ترمنځ په دې وروستیو کې یو ځل بیا اړیکې ترینګلې شوي دي.

امریکا وروسته له هغه پر ایران د لا سختو بندیزونو او فشارونو خبر ورکړ چې په سعودي کې د تیلو په چنځایونو خونړي بریدونه وشول او دروند مالي زیان یې واړولو.

که څه هم د دې بریدونو مسؤلیت په یمن کې حوثیانو په غاړه واخست خو امریکا او سعودي یې پړه پر ایران وراچوي.

مربوطه مطالب

Back to top button