ملا عبدالغني برادر: د مذاکراتي پروسې له دریدو وروسته د پیښو مسؤلت جنګ غوښتونکي جهت ته راجع دی

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱تله، ۱۳۹۸)
د طالبانو یو عالي رتبه ۹کسیز پلاوی د دوی د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ په چین هیواد کې دی او هلته له چینایي چارواکو سره په لیدنو بوخت دی.
د طالبانو په رسمي ویب پانه الاماره په خپاره شوي خبر کې ویل شوي چې ملا برادر او ورسره هیئت نن د کوربه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او د افغان سولې په اړه یې خبرې سره کړي دي.
په خبر کې راغلي چې دواړو خواوو د وروستیو سیاسي جریاناتو په اړه خپل نظرونه سره تبادله کړل او همدا رنګه چینایي چارواکو واضحه کړي چې دوی له طالبانو سره پر ښو اړیکو باور لري او درناوی یې کوي.
ملا برادر اخوند چینایي لوري ته ویلي چې د مذاکراتو په اړه د دوی نظر او دریځ هماغه پخوانی دی او د افغانستان د قضیې په سولییز حل باور لري.
نوموړي زیاته کړې چې د مذاکراتو له دریدو وروسته د هرې راتلونکې پیښې مسؤل جنګ غوښتونکی طرف دی.
“محترم ملابرادر اخند د خپلو خبرو په جریان کې وويل، که چیرته توافقنامه لاسليک شوې وايي ټاکل شوې وه چې د سپتمبر په ۲۳ مه به بین الافغاني مذاکرات پیل کیدل، نو باید ووایو چې د ټرمپ له پریکړې وروسته چې مذاکراتي پروسه وځنډیده او بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره نشوه، نو د هر راتلونکو پېښو مسئولیت هم اشغالګر او جنګ غوښتونکي جهت ته راجع دی.”
د یادونې وړ ده چې له طالبانو سره د امریکا د روانو مذاکراتو له دریدو وروسته طالبانو د سیمې هیوادونو ته سفرونه پیل کړي چې د چین سفر یې هم له مهمو سفرونو څخه بلل کیږي.
تر دې وړاندې روس او ایران ته هم د دوی پلاوو سفرونه کړي دي.



