کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ تله ، ۱۳۹۸ل)
یوشمېر مطرح سیاسي شخصیتونو او سیاسي جریانونو دحامدکرزي په مشرۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټاکنې تقبیح، او دسولې پروسې ژر تر ژره بیا پیل غوښتنه وکړه.
دوی ویلي، په اوسنیو شرايطو کې د شفافو او سرتاسري ټاکنو تر سره کېدل شوني نه دي، نو ځکه باید ټول پام سولې ته واړول شي ترڅو روانه وینه ودرول شي.
د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،افغان سیاسیون په دې باور دي چې په داسې یوه وضعیت کې چې د ټاکنو د پروسې مالکيت او رهبري هم د افغانانو په لاس کې نه وي، د انتخاباتو ترسره کېدل، به روان کړکیچ نور هم پیچلی او وضعیت بحراني کړي.
افغان سیاستوالو ویلي،اوس مهال باید ټول پام د سولې پروسې ته واوړل شي او د دې مهمې او ملي پروسې لپاره دې په کور د ننه اجماع رامنځ ته او دغه پروسه دې چټکه شي.
افغان سیاستوالو ویلي، ریښتینی سوله هغه مهال تامیندای شي، چې دغه پروسه افغان شموله او د افغانستان ملي حاکمیت او ارضی تمامیت ته پکې درناوی شوي وي.
هغوی وایي،د سولې ټینګښت لپاره دې ژر تر ژره د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات بیا پیل شي،څو بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.
دکارډین ورځپاڼې یوې نظر پوښتنې هم جوته کړې چې حتی ډیری کابل میشت هم ټاکنو ته زړه نه ښه کوي، او لومړی غوښتنه یې سوله ده. دوی دټاکنو بیاترسره کېدل د افغان وژنې دوام بولي، اونغواړي چې ټاکنو کې شرکت وکړي.


















