د مېږي ورکاوی چې راشي نو وزرې کوي!!

غورځنګ
دا په پښتو ژبه کې متل دی چې هر کله د مېږي ورکاوی راشي نو وزرې کوي، او والوځي، او بلاًخري مړ کېږي.
دغه شان د غني اداره هم همداسې ده ، وزرې يې کړي او پر افغان ولس يې په اوس وخت کې سخت ظلم او زياتی پيل کړی دی، د دغه ظلم او زياتي په پايله که څه هم غني او ټيم يې نه دي خبر؛ خو انجام يې ډېر بد وي په تېرو وختونو کې چې هر چا داسې اعمال تر سره کړي دي؛ انجام يې خراب يې بد شوی او د افغان ولس محکمې ته الله ج په ګوتو ورکړی، افغان ولس بيا يا په کومه چهارراهي کې د يوه وحشي او داړه مار حيوان په څېر يا په دار ځړولی او يا يې هم له بدنه ورته بارود تاو کړي او له ځان سره يې د مرګ کومي ته وړی. او يا هم الله ج د مظلومو افغانانو انتقام ورڅخه پخپله اخيستی دی، په خپل منځ کې راپاڅېدلي او يو بل يې د بالښت پواسطه غرغره کړي او همداسې يې په خپل منځ کې يو بل مردار کړي دي.
چې غوره مثالونه يې د روسانو اجير ترکی و چې د حفيظ الله امين له لوري مردار شوی دی او بل مثال يې د همدې حفيظ الله امين دی چې د ببرک کارمل له لوري ووژل شو.
څرنګه چې روسانو د کمونستي لړۍ په جريان کې وروستی مشر ډاکټر نجيب د دې لپاره د افغانستان د ادارې مشر وټاکه تر که روسي پوځيان نه وي هم، خو د دوی ګټې به په افغانستان کې همدا ډاکټر نجيب پوره کوي، خو الله ج د دوی مکر او چل او فرېب درواغ ښودلی دی همداسې يې ثابت کړ. چې وروسته الله ج دغه د روسانو اجير او ګوډاګی د مجاهدينو په لاس ورووست او د اريانا په څلور لارې کې يې اعدام کړ.
د نجيب د اعدامېدلو پواسطه الله ج د هغو مظلومو هېوادوالو انتقام واخيست، کوم چې د همدې نجيب په امر په خورا وحشت سره ژوندي تر خاورو لاندې شوي وو. يعنې هغه ارواوې چې ډاکټر ژوندۍ خښې کړې وې، الله په ګور کې د نجيب پر مرګ خوشحاله کړې.
په هر صورت راځو د غني واکمنۍ او د ده سفاکې دورې ته!
اوسني د کابل د ادارې مشر هم هماغه وحشي صفت خپل کړی دی او په خوله خو په خورا فخر او وياړ سره نارې وهي چې موږ د جمهوريت ساتونکي يو. او د واشنګټن ساتونکي، نړيوال امنيت موږ ته راله غاړې دی او ساتو يې!
دده په اصطلاح د نړيوال امنيت په راوستلو کې خير دی که د امریکا پنځه څلوېښت زره اجيران وژل شوي دي، خو نړيوال امنيت دوی ته ورله غاړې؟؟ دی.
خير دی که د افغان ولس په سلګونو دوکانونه سوځول کېږي؛ خو چې نړيوال امنيت خوندي وي.
خير دی هېڅ پرواه نه لري که د افغانانو واړه ماشومان، تورسرې، ځوانان، سپين ږيري، په شهادت رسول کېږي؛ خو چې په واشنګټن او نيويارک کې امن وي.
پروا نه لري که په افغانستان کې واده بمبارد شي او که مدرسه ړنګه شي. که مسجد شهيد شي او که کلينيک وسوځېږي. که ماشومان شهيدان شي او که کورونه ړنګ شي؛ خو چې د امریکا امنيت خوندي شي.
د کابل د ادارې مشر په هېڅ صورت سوله نه غواړي بلکې جنګ غواړي، جنګ يې ځکه خوښ دی چې پخپله پکې نه مري او نه يې هم زامن پکې مري. نه يې کور پکې ورانېږي. او نه هم ورته اقتصادي تاوان رسېږي. دا هر څه کېږي. ټس يې له افغانستان ولسه وځي.
د کابل د ادارې د ولسمشر یو وحشت هم پرونی د هلمند د موسی کلا او تېره شپه د غزني وحشت دی.
د هلمند په موسی کلا کې چاپه وهونکې ۰۳ وحشي قطې چاپه وهلې، چې په ترڅ کې يې په کلي باندې د واده پر مراسمو بمبارد شوی دی او په نتيجه کې يې لسګونه تور سرې په شهادت رسېدلي دي، لسګونو ماشومان نارينه هم شهيدان شوي.
همداشان تېره شپه غزني کې هم دغې وحشي قطې د عامو خلکو لسګونه دوکانونه سوځولي دي.
په هر صورت!
د کابل د ادارې مشر دې دا هم په غور واوري چې د ده تر ظلم لاندې امريکايي ولس نه دی چې په ظلمونو به ووېرېږي، دا د کوم بل سيکولرېزم پلوي هېواد ولس نه دی چې په وژلو به وډار شي بلکې دا افغان ولس دی چې څومره وژل کېږي هغومره پخېږي.
دا ولس چې څوک وژني هغه ته د سر په کاسه کې اوبه ورکوي. د دې ولس دښمنان تل له دې خاورې ذليل او خوار تللي دي.
ولسمشره!
په دې خاوره کې له تا دوه يا درې لسيزې مخکې نجيب هم همدغه ډول وحشت کولو، چې پای يې د ده مرګ وموند، اوس نه ډاکټر نجيب شته او نه يې هم کوم بل اثر او نښه بلکې الله ج داسې ميراث کړ چې هېڅوک يې هم نه دي پاتې پرته له يوې فاحشې لور څخه يې چې هغه هم په هندي فلمونو کې کار کوي.
نو ولسمشره! تا ته هم کېدای شي کومه څلورلارې په انتظار وي. ستا سر به هم په دار ځړول کېږي بيا له تا څخه هم دوه فاحش زامن او لور طارق او مريم غني پاتې شي چې ستا په وېر به يې ساندې هم نه وي زده بلکې د غربيانو په څېر به د عيسويت مراسم ستا پر مرګ اداء کړي او ته به په دې نړۍ کې نه يې بلکې توره، وحشي او سفاکه دوره به د افغان ولس پر ټنډه تور داغ وي.
مګر په اخرت کې چې کله ته له خپل بادار ټرمپ سره راپاڅېږې بيا به د افغان ولس دروند لاس او ستا دا ډيموکراټ نازک ګرېوان به وي. او بيا به دې د الله ج حضور ته راکشوي. ته به ټيټې سترګې ولاړ يې او د هېڅ ويلو توان به نه لرې. هلته بيا نه ټرمپ چلېږي، نه جانکيري، نه به اوباما درته په درد خوري او نه به هم بوش.
بلکې يوازې او يوازې به د الله ج له حساب کتاب او محکمې سره مخ يې!! او بس



