کرایه شويو ځوانانو او مدني فعالانو! د موسی کلا په وینو رنګ ناوې ولې نه یادوئ؟

لیکوال: شهاب لیوال
نن هرڅوګ د افغانستان وضعیت خطرناک ګڼي او همدا شان امریکایان خپلو موخو ته په رسیدو کې ناکام بولي او هر آزاد افغان په دې باوري دی چې امریکا له افغانستان نه وتلو کې مجبوره ده، بغیر له وتلو بله هیڅ لاره نه لري.
په دې وروستیو کې د افغانستان په ګوډ ګوډ کې دامریکایانو او دهغوی د لاسپوڅو بې رحمانه بمباریو ،شپنیو چاپو او قصدي وژنو له یو خوا یې ددوې ناکام اوشړیدلی ځواک نړیوالو ته جوت کړی، له بلې خوا یې ددوي وحشي او بې رحمه څیره نړیوالو ته ورمعلومه کړې
افغان ولس ته د هیڅ هیواد تیری او اشغال د منلو وړ نه ده «انګلیس ،روس اوامریکا ».
او همداشان افغان ولس دهیچا د احسان پوروړی نه ده او نه یې له چا دمرستې غوښتنه کړې ،انګلیسانو خپل لاسپوڅی امان خان پر افغانانو تحمیل کړ جعلي دسولې او خپلواکی اتل یې ونوماوه خو له دې سره سره افغانانو یاد جعلي انګلسي رهبر مقابل کې کلک ودریدل او تر وروستی سلګۍ یې د اسلامي نظام د تحفظ په خاطر له خپلو وینو سپما ونکړه تر دې چې انګلسي نظام یې ړنګ کړ.
روسانو هم د کمونیزم تر شعار لاندې افغانانو باندې خپل لاسپوڅي تحمیل کړل ،دروسانو وروستی غلام نجیب چې په «قصاب افغان» باندې مشهور وه دافغان میړنیومجاهدینو په قربانیو او فداکاریو سره د آریانا چوک کې زوړند کړی شو او کمونستی نظام د تل لپاره له منځه ولاړ.
دا خاوره غیرتي ،او ولس یې میړنۍ ده امریکایان او لاسپوڅي دې ښه په ځیر او غور واوري که فکر کوی ؛ چې افغانان به بمباریو ،وژنو او زندانونو خپل شومو موخه قبلولو ته تیار کړی ؛ تیروتنه کوي، تاسو تیر اتلس کاله دا ترخه تجره تکراراً تکرار کړې ده” که مو یاد وي تیر اتلس کاله مو پر افغانانو له خپل الوتکو ګلونه نه دي شیندلئ !تاسو که نن په موسی کلا کې دواده مراسم بمباردوی او نوم بیا د طالب ورکوی دا نه یواځې داچې ستاسو د ویرې او ډار ښکارندوي کوي بلکه افغان ولس او نړیوالو ته ستاسو ماته ،ویره او ډار معلوموي.
زه له افغان لاسپوڅو چې عملاً د امریکا د اشغال دتداوم لپاره هر اړهیزه هڅه کوي او دافغانانو په وینو ،عزتونو او مالونو سپماو نه کوي ګیله نه لرم ،زما مخاطبین هغه کسان دي چې ځانونه ځوانان،مدني فعالان او د سولې کوترې یادوي
تاسو تل طالب پردي اودپردیو ګټو ته ژمن خلګ یادکړي ،تاسو طالب په دې بهانه پنجابی یادکړی چې ګواکې کورونه یې په پیښور او کوټه کې دي؛
خو برعکس بیا افغان لاسپوڅي چې کورنه ،کورنۍ او بچیان یې امریکا او نورو غربي او غیر اسلامي هیوادونو کې زیګیدلي لوی شوي او کلاً له اسلامي او افغاني تهذیبه نا بلد دي افغانان بولئ د افغانستان د نجات فرښتې یې یادوئ .
نن عبدالله عبدالله د اشرف غني تاکنیز رقیب په پیغوریزمه لهجه کې دغني له معاملې پرده پورته کړه
او په ډاګه یې وویل چې غني دډیورند په کرښې معامله له پاکستان سره معامله کړې .
افغان پوځ ! «بلکواتر اجیرانو» تاسو افغانانو باندې شپنۍ چاپې وهي ،ودونه او دافغانانو د خوښیو محافل په غمونو بدلوي زمونږ خوندې او میندې دغم په ټغر کښینوي ! که لګ هم ایمان او وجدان لری د افغانستان له حدودو نه دفاع وکړی ځانونه کورنۍ او افغان ولس د پردیو دبقاء قرباني کوی مه غني د سیاه اجنټ ده که صبا په ټاکنو کې بریالی نشي بیرته خپل بادارنو ته ورګرځي خو تاسو بیا چیرې او څنګه خپل مقتولینو ته ګوری نور بس کړی تیر څلویښت کاله مو له خپله پر خپله ظلم کړی لکه څنګه چې رسول الله مبارک په خپل حدیث کې فرمایي: (لا ضرر ولا ضرار) که لږ انسانیت او اسلامیت مو هم ژوندی پاتې وي له دې وروسته له افغان وژنې لاس په سر شی دامریکا له غلامی لاس واخلی .
کنې تاریخ ،ولس او الله تعالی ته سر ټیټي ولاړ یاست .



