کندهار: نفوذي طالب په بهرنیو ځواکونو برید کړی؛ ۱۲ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ تله ، ۱۳۹۸ل)

نن مازدیګر مهال د کندهار په هوايي ډګر کې دننه یو تن نفوذي طالب په بهرنیو قواوو برید کړی چې درنده مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

وسلوالو طالبانو د یوې اعلامیې په ترڅ کې بریدګر خپل ملګری یاد کړی، پړه یې منلې او دحمله کونکي هویت یې په ډاګه کړی دی.

طالبان وایي، په بهرنیو ځواکونو برید کونکی صفي الله د عبدالحمید زوی د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اوسیدونکي چې د کندهار په هوايي ډګر کې يې د پولیسو په جامه کې په امریکایي ځواکونو دبرید شیبې شمارلې اوبالاخره یې نن اجازت ترلاسه کړ.

اعلامیه زیاتوي، د ابتدايي معلوماتو په اساس په دغه برید کې ۱۲ تنه بهرني عسکر ځای پرځای وژل شوي او دټپیانو مالومات لاهم نه دي ورکړل شوي.

طالبانو زیاته کړې، یاد بریدګر له حملې وروسته دخپلو نورو افغاني عسکرو له لوري په ډزو کې وژل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button