یوټیوب د خپلو کارونکو ابي ☑️ نښه له مینځه وړي

د نورو ټولنیزو رسنیو په څېر یوټیوب هم خپلو کاروونکیو ته د دوی د نوم تر څنګ د تصدیق یا ویریفای یوه ابي‌ نښه ☑️وړاندې کړې، څو خلک پوه شي چې دا کاروونکی یوه مشهوره څېره او یا رښتینې اداره ده.

خو اوس یوټیوب د تازه بدلون له مخې پرېکړه کړې چې د اکټوبر تر وروستۍ پورې د ځینو کسانو دا نښه لرې کړي، خو هغه څوک غواړي دا نښه یې پاتې شي، باید د یوټیوب له شرایطو سره سم یوه فورمه ډکه کړي.

خو د یوټیوب له دې پرېکړې ځینې کسان خوښ نه برېښي، ځکه دوی وايي، له ډېرې مودې را په دې خوا یې په یوټیوب کې حسابونه جوړ کړي او د خپلو نومونو تر څنګ ابي نښې هم لري، خو دا چې یوټیوب اوس پرېکړه کړې، د دوی مینه‌وال به ورسره کم شي.

مربوطه مطالب

Back to top button