امریکایي موسسه: ۴۱ سلنه نارینه او ۴۷ سلنه ښځینه غواړي له افغانستانه مهاجر شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ تله ، ۱۳۹۸ل)
د عامه افکارو د سروې مشهوره امریکايي موسسه، ګالپ، په افغانستان کي د امنیت، حکومتولي، اقتصاد، او نورو مسایلو په اړه د عادي افغانانو نظریات راغونډ کړي دي.
د ګالپ سروې لیکي چي په ۲۰۱۸ کي د عامو افغانانو ژوند په مراتبو بدتر سوی دی. تېر کال، اکثرو افغانانو ځان امن نه احساساوه. په افغانانو کې بېکاري زیاته سوې ده. او افغانان ځانونه په جهان تر ټولو بدبخته ګڼي.
ګالپ لیکي زیات افغانان غواړي چي له وطنه مهاجر سي، او اشرف غني پدې نه دی توانېدلی چي افغانان پاته کېدو ته وهڅوي.
په جنوبي ولایاتو کي ۵۲ ٪ خلګ غواړي چي مهاجر سي. دغه راز په افغان مېرمنو کي هم د مهاجرت کېدو فیصدي ډېر جګه سوې ده. ۸۰ ٪ افغان ښځي بېکاره دي. اکثره افغانان غواړي چي جرمني او یا ترکیې ته مهاجرت وکړي.
ددغې سروې وروستي ارقام ښیي چې په هېواد کې دبېکارۍ او نورو مشکلاتو له امله ۴۱ سلنه نارینه او ۴۷ سلنه ښځینه له هېواده د وتلو نیت لري، دا فیصدي خورا لوړه او ځورونکې ده.



