ملابرادر: له توافقنامې نه د امریکا تيښه د سولې څخه تيښته ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲، سه شنبه)
د طالبانو سياسي مرستيال مرستيال ملابرادر او ورسره پلاوي يې د چين په پلازمينه بيجينګ کې د هغه هيواد له لوړپوړيو چارواکو سره کتلي دي.
طالبانو په دغه سفر کې د چين د بهرنيو چارو وزارت له معين ليو، د افغانستان لپاره د چين د ځانګړي استازي ډين شيجو او ورسره پلاوي سره د افغانستان د سولې پروسې په اړه خبرې کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت معين لیو د سولې پروسې په اړه د اسلامي امارت د موثف ستاینه او ملاتړ کړی چې د سولې توافقنامه يې نهايي کړې او دغه توافقنامه يې د افغانستان د مسئلې د حل یواځينې لاره بللې ده.
په دغه ناسته کې چين د طالبانو او امریکا او د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ اعلان کړی وايي، چې د دغه پروسې د دوام لپاره به خپل مثبت رول ترسره کوي.
په عين حال کې د طالبانو سياسي مرستيال ښاغلي ملابرادر ويلي، چې د سولې له توافقنامې د امریکا تيښته په اصل کې له سولې څخه تيښته ده.
نوموړي ويلي، چې ازادي ترلاسه کول يې مشروع حق دی چې د ترلاسه کولو لپاره به يې هڅې کوي.
دغه راز ښاغلي برادر ويلي، که د امريکا ولسمشر ټرمپ په خپله ژمنه نه دريږي، ماتوي يې نو په افغانستان کې د هر ډول وينې تويدنې او ورانيو مسؤوليت د هغه پر غاړه وي.
د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې پروسې له لغوه کيدو وروسته طالبانو ځينو هيوادونو ته سفرونه پيل کړي څو د هغوی ملاتړ راخپل او پر امریکا زور واچوي څو پر شويو توافقاتو لاسليک وکړي.



