شعر

محمدمعين الدين ابوالفضل

 

هرڅه چې کړې کوه يې نن ورځ دې وار دی

صبا په تاپسې زما نوبت تيار دی

 

(۱):درپسي ګورم ليکم ستا جفاګانې

له ياده نه وځي زما ستا ويناګانې

په ياد ساتلي مې ستا هر يوګذار دی

 

(۳):تاته سبب د طغیان زما احسان سو

پوره په تادرقیب خبیث ارمان سو

ماته راتلل اوکتل وتاته عار دی

 

(۴):ګوره ونکړې ګمان چي زه غافل يم

ستا پرګفتاراوکردار باندي جاهل یم

کړَيْ مي وخت اونېټې ته انتظار دی

 

(۵):کړم به درياده هره یوه سرکښي ستا

هره جفا اوګنا هره ټګی ستا

اوس در رغلی تاته په لاس اختيار دی

 

(۶):ای ابوالفضله ډېره بېتابی مه کړه

عاقبت ستادئ نصيب ګرياني مه کړه

في الحاله زغم اوصبردرته پکاردی

مربوطه مطالب

Back to top button