حنیف اتمر؛ راتلونکو ټاکنو سره پرېکون اعلان کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ تله ، ۱۳۹۸ل)

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند او د هېواد د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر راتلونکو ټاکنو کې دنه ګډون او پرېکون اعلان وکړ.

د نوموړي له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، که ټاکنې وځنډول شي، نو دی به د خپلې نوماندۍ حق خوندي وساتي.

د نوموړي د نوماندۍ د حق ساتنې مانا دا ده چې که ټاکنې د تلې په شپږمه نېټه ترسره کېږي نو دی پکې ګډون نه کوي.

اعلامیه کې راغلي، اتمر به په راتلونکو ټاکنو کې بې طرفه پاتې شي او د هیڅ بل نوماند ملاتړ به ونه کړي.

نوموړی په ټاکنو کې د نه ګډون پرېکړه په داسې حال کې کوي چې پرون د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر نورو پېژندل شویو سیاسي څېرو هم د راتلونکو ټاکنو د ځنډولو غوښتنه کړې وه او زیاته کړې یې وه چې په اوسنیو شرایطو کې د رڼو ټاکنو ترسره کېدل ستونزمن دي، نو باید ټول پام سولې ته واړول شي.

دیادونې وړ ده چې دټاکنو په اړه لا وار د مخه د فساد او درغلیو راپورونه ورکړل شوي، تېره ورځ امریکا سفارت هم له بعضو شکایاتو وروسته په دې اړه اندیښنه څرګنده کړې وه، او نوماندان یې دقانون منلو ته رابللي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button