عمران خان امریکا ته: که ۱۹ کاله نور هم جګړه وکړئ؛ بریا ته نشئ رسېدای

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ تله ، ۱۳۹۸ل)
دپاکستان لومړي وزیرعمران خان امریکایي چارواکو سره دخپلو کتنو پر دوام دمذاکراتو دبیاپیل غوښتنه کړې، او ددې جګړې دپایته رسولو تر ټولو مهمه لار یې سیاسي هلې ځلې بللي.
عمران خان وايي امریکا ۱۹ کاله افغان جګړه وکړه، که ۱۹ کاله نورهم یاده جګړه جاري وساتي؛ بریا ته نشي رسېدای.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان داڅرګندونې نیویارک کې په یوه انیستیتوت کې د خبرو پر مهال کړي دي اوزیاته کړې ده چې امریکا له نظامي لارو دغه جګړه نشي ګټي.
دده په وینا په ځلونو یې امریکا ته ویلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او پاکستان په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دی.
د پاکستان لومړي وزیر دغه راز ویلي، چې افغانان پخپلو کې سره جګړه کوي خو د بهرنیانو پر وړاندې تل متحد وي او دوی له خپلې خاورې وباسي.
عمران خان پر امریکا غږ کړی چې ژر تر ژره دې له طالبانو سره د سولې خبرې بېرته پيل کړي او پر جګړه ټینګار کول د هېچا په ګټه نه دي.
امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ دعمران خان له خبرو وروسته په ښکاره ډول څه نه دي ویلي، خو سرچینې وایي، ممکن امریکا دخپلې پریکړې په اخیستلو سره یوځل بیا طالبانو سره مذاکرات پیل کړي.



