کندهار: د اشرف غني انتخاباتي دفتر کې چاودنې لس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۳، چهارشنبه)

د کندهار ولايت په څوارلسمه امنیتي حوزه کې د اشرف غني د انتخاباتو پر کمپاين غونډې چاودنې لس کسانو ته مرګ زوبله اړولې ده.

دکندهار د امنيې قومندانۍ ویاند جمال ناصر وايي، چاودنه پرون ماښام د اتو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.

نوموړی زياتوي، چاوديدونکي توکي د اشرف غني د ټاکنيز دفتر پر ديوال نښلول شوي و چې چاودنه يې کړې ده.

د جمال ناصر په خبره، په چاودنه کې درې تنه وژل شوي او اووه تنه ټپيان دي چې ټول ملکي وګړي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسؤوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

Back to top button