پاکستان: د پرونۍ زلزلې د مړو شويو شمير۳۱ ته لوړ شوی- له څلورنيم سوه زيات ټپیان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۳، چهارشنبه)
د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې پرون د سه شنبې په ورځ سخته زلزله وشوه چې خلکو ته يې د مالي زيان تر څنګ ځاني زيانونه هم اړولي دي.
په کشمير کې د ميرپور سيمې چارواکي وايي، په دغه زلزله کې د مړو شويو کسانو شمير ۳۱ ته لوړ شوی او ۴۵۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
د پاکستان د طبيعي پيښو اداره وايي، په ټپيانو کې د ۱۶۰ کسانو روغتيايي حالت ښه نه دی او ښايي د مړو په شمير کې زياتوالی راشي.
د مير پور سيمې یوه چارواکي راجه قيصر ويلي، په لويدلو ودانيو کې بند پاتې ټول خلک را ايستل شوي او خيريه بنسټونو فعالیتونه پيل کړي دي.
د دغه زلزللې شدت ۵.۸ ښودل شوی چې مرکز يې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د مير پور سيمه ده.
چارواکي وايي، تيره شپه هم څو ځلې په یاده سیمه کې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي چې خلکو د کورونو نړيدو له ويرې شپه تر شنه اسمان لاندې تيره کړې ده.



