صفري قطعو د غني مخ نور هم ورتور کړ

څارنوال حشمت عبیدی / تبصره

نږدې ورځې وړاندې په طلوع تلویزون کې د نوماند په خپرونه کې غني میلمه و، له غني نه ډیری هغه پوښتنې وشوې چې د ملت د وګړو زړونه ورته ډک دی، له جملې نه یې یوه دا پوښتنه وه چې د صفر یک صفر دو او صفر سه هغه نظامي قطعي چې په ظاهره د ملي امنیت تر چتر لاندې خلک وژني، آیا دا د غني د اداری لاندې کار کوي او که د بهرنیانو تر واک لاندې خلک وژني؟

غني وویل چې قطعا دا زما تر واک لاندې دی او د ملي امنیت تر واک لاندې دی او بهرنیان پرې هیڅ ډول واک نلري

خبریال بیا وپوښتل چې په وار وار دې قطعو بې ګناه خلک ښځې او ماشومان په ودونو او یا په خواږه خوب ویده حالت کې وژلی او دا سلسله لا هم روانه ده نو تاسې بیا ولې چوپه خوله یاست؟

غنی په ډیر مکر او فریب سره او د دې لپاره چې خلک تیر باسي وویل: ما فرمان صادر کړی چې نور به دا قطعې چې تر پکې اصلاحات نه وی راغلی بریدونه به دروي او درولی یی دي، (په دې وخت کې جذباتی شو او په چوکۍ ښکته او پورته شو) او په ډیر فخر یې وویل چې بند کړی می دی کنه؟

خو د بې دینه ، منافقو، درواغنو، ظالمانو او غلامان مخ خدای پاک په دنیا کې هم ملت ته توروی، تیره شپه مو ولیدل چې همدغو صفري قطعو یو ځل بیا په هلمند کې د شپې پر مهال د واده پر هغو ښځینه و او ماشومانو برید وکړ چې د واده لپاره یې ځانونه سینګار کړي وو، د ماشومانو تنکۍ پښې او لاسونه په نکریزو سره وو، خو دې خر مجازو قطعو پرې په خورا بې رحمانه توګه د ټرمپ بمونه وغورځول، او نږدې 40 ښځې او ماشومانو بدنونو ته یې د نکریزو سور رنګ ته د هغوی د وینو سور رنګ ور اضافه کړ، که صفري قطعو زمونږ د ښځینه و او ماشومانو بدنونه په وینو سره کړل خو د غنی مخ یې نور هم تور کړ، او صفري قطعو ملت ته دا وښوده چې دا وحشی قطعي د غني مني په نوم څوک نه پیژني، دا پخپله د ټرمپ تر مستقیمي قوماندې لاندې یواځې د مظلومو مسلمانانو په وژلو خوند اخلي او خپل زړونه یخوي.

خو دا چې غني په طلوع تلویزیون کې په چوکۍ کې د سویکې په څیر ښکته پورته ټوپونه ووهل او ملت ته یې داسې وښوده چې ګوندې دې داسې ستر اتل دی چې صفري قطعي یې له ظالمانه او وحشیانه بریدونو منعه کړي، خو نن ملت په خپل سترګو د غني منافیت په خپرو سترګو ولید چې دا هر څه دراغ دی او دا یې هم ثابته کړه چې غنی چې هر څه وایی درواغ وایی، یواځې ملت اغفالوي څو ځان د تل لپاره په قدرت کې پاتې کړي او د امریکا نه تل بې خرته ډالر ترلاسه کړي هغه که د خلکو د وژلو په بیه وي او که د هیواد په ورانولو. نور دې لوستونکی قضاوت وکړي.

خو دا چې د مسلمانو بیبیانو بچی لا هم ژوندی دی او لا یی هم د خپلو خلک وسره د مینې وینې په بدن کې په غورځنګ دی، وجود لری، هغوی مړه نه دی، هغوی خپل فرصت ته په کتو سره د هیواد پر دښمنانو مرګوني ګوزارونه کوی، تاسې ولید چې د قندهار په هوایی ډګر کې د مسلمانی افغاني بچی د ناتو پر سرتیرو داسې برید وکړ چې نورو ته به یې د عبرت درست وی، مسلمان بچی وکړای شول نږدی ۱۲ ناتو سرتیری اخرت او د خدای حساب ته واستول، دا بیله خبره ده چې میډیا د امریکایانو په لاس کې ده او دا ډول پیبښې کوچنۍ ښيی او وایی چې یواځې ۳ سرتیری ټپیان شوي دی.

مربوطه مطالب

Back to top button