کونړ: د پاکستاني پوځیانو لخوا راکټي بریدونه روان دي، ۳ماشومان وژل شوي

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۴تله، ۱۳۹۸)

کونړ کې د پاکستاني پوځیانو لخوا د تیر په څېر راکټي بریدونه روان دي او د پرون راهیسي ۳۱۰ توغنديز بریدونه شوي دي.

ځایي چارواکو ویلي چې دغه راکټونه د شلتن ولسوالۍ پر لور راتوغول شوي او تلفات یې هم اړولي دي.

د شلتن ولسوال ګل خان توحیدي رسنیو ته ویلي چې تیر ماخستن یو راکټ په جمات لګیدلی چې له امله یې په جمات کې د زده کړو لپاره اوسیدونکي درې ماشومان هم وژل شوي دي.

د ده په وینا چې د دې راکټي بریدونو له امله همدا رنګه یو شمېر نور کسان ټپیان شوي هم دي.

پاکستان له ډیر وخت راهیسي د کونړ پر لوري راکټي بریدونه کوي خو افغان حکومت تر اوسه هېڅ کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

مربوطه مطالب

Back to top button