کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ تله ، ۱۳۹۸ل)
دناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ یوځل بیا دطالبانو اوامریکا ترمنځ دمذاکراتو دبیا پیل غوښتنه کړې اوددې پروسې دملاتړ ډاډ یې ورکړی.
ینس سټولټنبرګ په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، افغان جګړه باید د خبرو له لارې حل کړل شي او دوی په دې برخه کې همکاري اوملاتړ ته تیار دي.
د نوموړي په خبره دا به ډېره ښه وي چې افغان جګړه د خبرو پر مټ حل شي، ددې پر ځای چې دواړه لوري د جګړې له لارې ځان بریا ته ورسوي.
د ناټو مشر دغه راز وايي د سولې خبرې د یوې ښې هوکړې د رامنځ ته کېدو لپاره ځنډېدلې دي چې دا وخت غواړي، دتل لپاره یې دلغوه کېدو اوازې بې بنسټه دي.
امریکایي ولسمشر لس میاشتني مذاکرات هغه وخت لغوه اعلان کړل چې طالبانو په پلازمینې کابل کې دبهرنیو ځواکونو په مېلمستون او کاروان غبرګ موټربم بریدونه ترسره کړل، اوټرمپ دا د مذاکراتو دلغوه کېدا اصلي لامل یاد کړ.


















