د ټاکنو د پروسې ناخوالې او تاوانونه!!

غورځنګ
امريکا چې زمونږ پر ګران افغانستان باندې له کومه وخته يرغل کړی دی له هماغه وخته يې يو د بوت په څېر شخص چې په هېڅ ډول واک هم نه لري ان تر دې چې خپل کور ته پر وخت د تګ واک يې هم د امریکا په لاس کې و؛ پر افغانانو يې وټاکه، او بيا يې د خپلې خوښې يو نظام ورته جوړ کړ او هغه نظام ته يې د جمهوريت نوم ورکړ، بيا يې د دغه جمهوريت تر عنوان لاندې پر افغانانو باندې هغه لوبې پيل کړې چې د بشر پر تندي د تور دغ په څېر وې او دا دی تر اوسه پورې هم همدا لوبې روانې دي.
خو دا چې امريکايانو غوښتل چې د افغانانو ائينده او راتلونکی نسلونه د امريکايانو له هغو اقوالو او افعالو څخه ناخبره واوسي کوم چې امريکا او ناټو ځواکونو په افغانستان کې تر سره کړي دي، او يا هم که ائنده نسلونه د امريکايانو له دغو کړنو څخه خبرېږي هم نو چې دغه امريکايي کړنې د افغانانو ائنده او راتلونکي نسل ته د ښو چارو په څېر وروپېژني.
لنډه دا چې کوم وخت چې د کرزي انتقالي دوره پای ته ورسېده نو بيا امريکايانو مداخله وکړه او د انتخاباتو تر جعلي پروسې لاندې يې يو ځل بيا د خپلو غلامانو تر منځ سيالي پيل کړه چې له بده مرغه د افغان وژنې په دې پروسه کې ځينو هغو خلکو هم ګډون وکړ کوم چې ځانونه افغانان او د دې هېواد ازاد اوسېدونکي بولي.
لنډه دا چې د انتخاباتو تر نامه لاندې دغه جعلي پروسې هر وخت د افغانانو د وژنې لپاره تر سره شوې دي او د دغو پروسو په پای کې هر هغه څوک ګټه کولی شي کوم چې د افغان وژنې ښه تاريخي مخينه لري او يا هم اقلاً داسې ذهنيت ولري چې که چېرته د امريکايانو په بمباردونو کې بې ګناه افغانان ووژل شي او يا هم وځورول شي نو بايد سکوت پرې اختيار کړي او که سکوت نه وي نو بايد وژل شوي مظلومان افغانان ترهګر او دهشت ګرد وبولي.
د دې لپاره چې انتخاباتي پروسه خلک وپېژني څو ناخوالې به يې په لاندې ډول ذکر کړو:
۱ـــ يو خو دا چې په امريکايي انتاخاباتي پروسه کې يوازې او يوازې هغه څوک برخه اخلي چې سيکولرېزم ته ژمن خلک وي، يا هم جمهوريت منونکي خلک وي، چې دا ډول خلک نو بيا پر اسلامي اساساتو نه پوهېږي، نو څوک چې پر اسلامي اصولو باندې نه پوهېږي، هغه به د ولسمشر پر انتخاب باندې څه وپوهېږي؟؟
۲ـــ انتخاب چې د جمهوريت پلويان يې د هر فرد مسلم حق بولي، او وايي چې ووټ يا ټاکنه بايد خرڅه نشي، خو همدوی د جمهوريت پلويان چې ځانونه يې کانديدان کړي دي، له خلکو څخه د پيسو په توسط رائيه غواړي. چې دا پخپله دغه پروسه درواغجنوي.
۳ـــ کوم خلک چې ځانونه جمهوريت ته کانديدان بولي، هغوی هر وخت په خپلو کمپايني غونډو او مجالسو کې درواغ وايي او له ولس سره د دروغو وعدې کوي، چې دغه دروغ د اسلام له نظره د جمهوريت دغه درواغجنه پروسه پخپله تحريموي.
۴ـــ په دغه پروسه کې چې دولت د ښځو د ګډون غوښتنه هم کوي، نو اصلاً د دغې پروسې انتخاباتي په عين وخت کې د فحشاء مرکزونه هم دي. او ثبوت يې دا دی چې څو ورځې وړاندې د دولت د دانتخاباتو د کمېسيون لخوا اعلاميه خپره شوې وه چې ګواکې د رائيې اچونې پر وخت به د ښځو تصويرونه هم اخيستل کېږي.
۵ـــ په انتخاباتو کې که څه هم حکومت دعوه لري چې هره هغه څوک چې د مقدار په اندازه رائيې يې يووړې، په صورت کې به د هېواد واګي په لاس کې اخلي؛ خو هر هغه څوک به جمهور رئيس وي، څوک چې د امریکا خوښ وي او امریکا ته تر ټولو خوښ غلام وي.
۶ــــ د دغه ډول جعلي ټاکنو په ترڅ کې منځته راغلی رئيس جمهور هېڅکله هم نشي کولی چې په افغانستان کې د امریکايانو له لوري تر سره کېدونکي جرمونه په ډاګه کړي اويا هم هيڅ حق نه لري تر څو له امریکايانو څخه د کوم جرم ګيله وکړي او يا هم له امریکايانو څخه د کوم جرم پوښتنه وکړي.
۷ــــ د يادې انتخاباتي پروسې په ترڅ کې منځته راغلی رئيس جمهور به هغو ټولو قوانينو ته ژمن وي کوم چې د افغانستان لپاره د بن په لومړي او دويم کنفرانس کې جوړ شوي دي. او د سرغړونې هېڅ حق نه لري.
۸ـــ د يادې انتخاباتي پروسې په ترڅ کې منځته راغلی رئيس جمهور به د افغانانو پر وژلو بلکل رحم نه کوي او نه به هم د دغو وژنو ګيله له امریکايانو او د هغوی له اتحادیانو څخه کوي، ځکه چې امريکايان په افغانستان کې د هر څه د کولو حق لري.
پورتنۍ يادې شوې هغه ناخوالې دي چې د همدې انتخاباتو په ترڅ کې پر عامو افغانانو عملي کېږي.
نو افغانان بايد بلکل له دغه ډول جعلي او غير اسلامي ټاکنو سره مکمل پرېکون اعلان کړي تر څو د دوی د رائيې ورکونې پر اساس خدای ناکرده په هغو جرمونو کې ورسره شريک نه شي؛ کوم چې دولت يې د همدې ټاکنو د ترسره کېدلو په ترڅ کې کوي.



