کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ تله ، ۱۳۹۸ل)
د ایران ولسشمر حسن روحاني یوځل بیا له امریکا غوښتي چې پر تهران لګېدلي تورونه لرې او خبرو ته امادګي ونیسي.
روحاني زیاتوي، ایرانیان به د امریکا تر فشار لاندې خبرې په هیڅ صورت ونه مني.
نوموړي ویلي، څو پورې چې واشنګټن پر تهران خپل ټول بندیزونه لرې نه کړي دوی ورسره خبرو ته نه کېني.
روحاني چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته یې خبرې کولې ټینګار وکړ چې د امریکا له لورې د بندیزونو لرې کېدل به د دواړو هېوادونو ترمنځ سړې اړیکې بېرته ورغوي.
روحاني دخپلو خبرو پر دوام وویل، که چېرته بندیزونه لرې نه شي؛ نو دوی مجبور نه دي له دې هېواد سره مذاکرات وکړي.
هغه ګواښ کړی دی چې که چېرته اروپایي هېوادونه له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له شوي اټومي تړونه ووځي، نو دوی هم ورته ژمن نه پاتې کېږي او په وینا یې د بدو پایلو پړه به یې د همدوی پر غاړه وي.
امریکا دپخوانیو بندیزونو پر دوام نن امریکا ته دایراني چارواکو په تګ راتګ هم بندیزونه ولګول، اوګواښ یې وکړ چې دالړۍ به همداسې جاري وي.


















