کابل ټکی کام ۲۰وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د هلمند په سنګین کې طالب وسله والو بېګاه شپه ۱۲ بجې د سور غوږیانو په سیمه کې د ملي امنیت ۲ پوستې تر برید لاندې راوستې.
د برید په پایله کې طالب وسله والو دواړه پوستې په مکمله توګه تر خپلې ولکې لاندې راوستلي، او په پوستو کې یې د ملي امنیت ۱۴سرتیري وژلي دي.
او یو تن یې ژوندی له ځانه سره بېولی دی.
ځایي خلک وایي چې طالب وسله والو له امنیتي پولیسو څخه پاتې ۹ کلاشنکوفونه، ۵۵۰۰ډول ډول مرمۍ یو موټرسایکل او زیات شمېر نور مهمات له ځانه سره وړي دي.

















