غورځنګ
دا چې د کابل د کاواکه ادارې له لوري خبرتيار ورکړل شوې وه چې ګواکې نن د شنبې په ورځ به د افغانستان په لر او بر کې ټاکنې تر سره کېږي او د افغانستان راتلونکی په اصطلاح ولسمشر به ټاکل کېږي، نو د کابل ادارې د همدې پلان د تطبيق لپاره د هېواد په هر ولايت او ولسواليو کې د ټاکنو د مراکزو د خلاصولو وعده کړې وه، او ويلي يې و چې ټول افغان ولس به په ټاکنو کې ګډون کوي، خو د کابل اداره چې له يوې خوا يې افغان ولس وژلی دی، ځورولی، بندي کړی او قسماقسم تعذيبونه يې پرې جاري کړي دي له بل لوري يې د دې پر ځای چې خپل دغو وحشتونو ته ظلم او زياتی ووايي، بېرته يې د دغو وژلو پړه هم پر افغان ولس باندې وراچولې ده.
د دې باوجود بيا هم د کابل دغه کاواکه اداره له افغان ولس څخه په پراخه کچه په دغه امريکايي ټاکنيزه پروسه کې د ګډون تمه او هيله لري.
خو دا چې نن انتخابات تر سره شول نو له بېلابېلو ولاياتو څخه د مستندو راپورونو پر اساس د ټولو ولاياتو په اطرافو کې يا خو مطلق انتخابات شوي نه دي او يا هم که شوي هم دي نو د څو محدودو ولسواليو په مراکزو کې تر سره شوي دي، په داسې حال کې چې رائيه هم عام ولس بلکل نه ده ورکړې، بلکې هغه خلک چې مستقيماً په دولت کې کارمندان وي او د کابل د ادارې فعاله مامورين دي، او د همدې مامورينو کورنيو رائيه کارولې ده.
تر ټولو عجيبه دا چې نننيو انتخاباتو کې د افغانانو غوڅنده پرېکون امريکا هم سربداله کړه او اوس ورته معلومه شوه چې افغان ولس ازادي غوښتونکی ولس دی، دا د نورو هغو ولسونو په څېر نه دی چې د امريکا او نورو يرغلګرو په جعلي پروسو او جعلي شعارونو به دوکه شي بلکې دا د نړۍ د ويښو او غيورو ولسونو له جملې څخه هغه ولس دی چې له ازادۍ او خپلواکۍ سره تر ټولو زياته مينه لري.
په همدې اساس اوس په سوشل ميډيا کې امريکايي ليکوالانو پر نننيو انتخاباتو ډېره ژوره اندېښنه ښودلې ده اوفکر کوي چې نولس کلنې خوارۍ يې بې ځايه او عبس ولاړې.
په هر صورت؛ مونږ اوس دلته هغه لاملونه راوړو او ليکو يې د کومو له امله چې افغان ولس په سږنيو انتخاباتو کې خپل ګډون رد کړ.
۱ــــ د انتخاباتو دغه پروسه لکه څنګه چې افغان ولس ته پخوا هم معلومه وه او اوس ورته لا ښه څرګنده شوه چې کاملاً امريکايي پروسه ده. او د امريکايي توب نښې يې هغه وخت لا ښې څرګندې شوې چې د امريکا سفارت به وخت پر وخت د دغو انتخاباتو په اړه مختلفې اعلاميې ورکولې، کله به يې ليکلي و چې د تړل شويو مراکزو لېست بايد د کابل اداره امريکايي چارواکو ته وسپاري. او همداشان کله چې ګلبدين حکمتيار بيانيه ورکړه چې که چېرته په انتخاباتو کې بريالی نشي نو بېرته به سنګر ته مخه کړي يعنې د پخوا په څېر به له دولت سره جنګ ته مخه کړي، د حکمتيار له دې بيانيې سره سم د جرمني سفارت او ځينو نورو يرغلګرو هېوادونو د سفارتونو له لوري خبرداري ورکړل شول چې حکمتيار بايد د نوماندۍ له لسته وباسي.
۲ـــ افغان ولس پوهېږي چې غلامانو ته رائيه ورکول داسې دی لکه خپل مرګ يې چې دښمن ته جائز وګرځولو يا هم داسې دی لکه دښمن ته يې چې پخپله خپله مرۍ په لاس کې ورکړې وي، که وګورو د انتخاباتو په پرون ورځ هم د کابل د ادارې وحشي قطې پر عام ولس باندې په مختلفو ځايونو کې وحشيانه بريدونه کړي دي او په ترڅ کې عام او بې ګناه هېوادوال په شهادت رسولي دي. نو په داسې حالت کې به افغان ولس څنګه د ټاکنو په امریکايي پروسه کې ګډون وکړي؟؟؟
۳ـــ افغان ولس چې خپل ملي وياړونه، ننګ او نواميس لري، نو داسې چاته رائيه ورکوي چې د دغو ټولو وياړونو د ساتنې شيمه ولري او ويې ساتلی شي،
په داسې حال کې چې د کابل اوسنۍ غلامه اداره د دې پر ځای د افغان ولس د دغو وياړونو ساتلو ته ژمنه واوسي؛ لايې په يرغلګرو باندې پلوري، د مثال په توګه هر وخت يې د سترو غازيانو په نومونو باندې امريکايي وحشي جنرالانو ته، لکه نيکولسن، پټرايس او نورو ته مډالونه ورکړي دي.
نو له دې امله افغان ولس د خپلو ملي او اسلامي وياړونو د وقار د ساتلو لپاره هم د ټاکنو په دغه پرديپاله پروسه کې ګډون نه کوي.
۴ـــ افغان ولس چې هر وخت يې د کابل ادارې اسلامي مقدسات توهين کړي دي، هيڅکله نه غواړي چې ورته پېښې دې نورې هم تکرار شي او بل دا چې دغې غلامې ادارې ته د رائيې ورکونې پر اساس خو بيا افغان ولس هم نېغ په نېغه په هر ډول جرائمو کې ورسره شريک کېږي.
۵ـــ افغان ولس چې همېشه يې د دين دښمنانو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي دي، نه غواړي چې د کابل غلامې ادارې ته د رائيې ورکونې پر اساس خپل تاريخ داغدار کړي، نو ځکه يې ورسره غوڅ پرېکون اعلان کړ.
د پورتنيو عواملو له امله افغان ولس له امريکايي ټاکنيزې پروسې سره غوڅنده پرېکون اعلان کړ.


















