کابلوف: مسکو دافغان سولې په تړاو د یوې بین المللي غونډې په جوړولو کار کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ تله ، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي ضمیر کابلوف دافغان سولې په تړاو اکتوبر میاشت کې دیوې سترې بین المللي غونډې دجوړولو خبر ورکړ.
کابلوف وايي، مسکو لګیا دی چې د افغانستان د سولي په ارتباط یوه بله بین المللي غونډه د اکټوبر په میاشت کي جوړه کړي.
پدې غونډه کي به د روسیې، امریکا، چین، او پاکستان استاري برخه واخلي او دافغان قضیې دحل لپاره به لارې چارې وسنجوي.
کابلوف زیاتوي، د طالبانو سیاسي استازو سره یې پر دې موضوع خپل تماسونه دوامداره ساتلي دي.



