کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ تله ، ۱۳۹۸ل)
ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند او اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې دخپلې بریا اعلان وکړ.
عبدالله عبدالله وویل، اوسنیو پایلو ته په کتو ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي او په لومړي پړاو کې بریا د دوی په برخه ده.
هغه زیاته کړې، ټاکنو کمیسیون باید له بایومټریک پرته رایې حساب نه کړي. نوموړي وویل، د دوی رایي ډېري دي خو په وینا یې، دا په دې مانا نه ده چې د درغلیو مخه دې نه نیول کېږي.
هغه د ټاکنو کمیسیون په لیست کې د خلکو د نومونو پر نه موجودیت هم نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې په ځینو ولایتونو کې چارواکو هم په مستقیم ډول په ټاکنو پروسه کې مداخله کړې ده چې په خبره یې له هغوی سره به حساب کتاب کېږي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د دولت ساز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح بیا امریکا غږ ته ویلي چې بریا د دوی ده.
کتونکي ددواړو مخکښو کاندیدانو تر منځ لومړیو کشمکشونو ته په کتو د راتلونکي په اړه اندیښنې ښیي، او دیادو اختلافاتو دحل وروستۍ منځګړیتوب او فیصله تر امریکا تړلې بولي.















