کابل ټکی کام( جهارشنبه، ۱۰تله، ۱۳۹۸)
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین خبر ورکړی چې د دوی د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو لوړ پوړی هیئت اسلام اباد ته روان دی.
دا د سیمې هیوادونو ته د طالبانو څلورم مهم سفر دی چې ترسره کوي یې.
سهیل شاهین په خپل ټویټر لیکلي: “د ا.ا.ا. د سیاسي مرستیال محترم ملا برادر اخند په مشري یو لوړ پوړی پلاوی سبا د اکتوبر په ۲مه په رسمي بلنه اسلام اباد ته سفر کوي.هلته به دیاد هیواد له چارواکو سره په یولړ مهمو موضوعاتو خبري وکړي.دا له روسیې،چین او ایران وروسته څلورم رسمي سفر دی چي دسیمي هیوادو نو ته تر سره کیږي.”
اسلام اباد ته په دې سفر کې د ملا عبدالغني برادر ملګرتیا ملافاضل اخند، محمدنبي عمري، عبدالحق وثیق، خیرالله خیرخوا، امیرخان متقي، مطیع الحق خالص، عبدالسلام حنیفي، ضیاء الرحمن مدني، شهاب الدین دلاور، سید رسول حلیم او نبراس الحق عزیز کوي.
د یادونې وړ ده چې تیره شپه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم اسلام اباد ته رسیدلی دی.