د کوانټم په نامه کمپیوټرونه چي د اوسني عصري کمپیوټرونه په مقایسه څو چنده تیز کار کولای سي یوې ساینسي خیالي مسلې ته نږدې خبره بلل کېده خو اوس د نړۍ تر ټولو لوی لټون ماشین او نورو اسانتیاوو برابروونکې کمپنۍ ګوګل د کوانټم سایکا په نوم د نړۍ تر ټولو پیاوړی کمپیوټر جوړ کړي.
لوېدیځي رسنۍ زیاتوي، د دې کمپیوټر په جوړولو به په مصنوعي ځیرکتیا، صنعت، څېړنو او نورو برخو کې انقلاب راشي همدا راز دا کمپیوټر کولائ شي هغه کوډونه مات کړي چې پخوا ورته چا فکر هم نشو کولائ.
د سرچینو په باور، په دې کمپیوټر کې به د داسې سيسټم وي چې نور کمپیوټرونه یو کار په ۱۰ زره کلونو کې کوي، دا کمپیوتر به یې په ۳ دقیقو او ۲۰ ثانیو کې کوي او د دې کمپیوټر د جوړلو په موخه یې د امریکا له فضايي څېړنو ادارې سره یو تړون هم لاسلیک کړی دی.