یو ځل بيا د سولې خبرو د پيل هڅې؛ زلمی خليلزاد هم اسلام اباد ته رسيدلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۰، چهارشنبه)
د امریکايي رسنيو د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی زلمی خليلزاد د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته رسيدلی دی.
پاکستاني چارواکو دغه هیواد ته د زلمي خليلزاد سفر تاييد کړی دی.
خليلزاد تر دې مخکې چين ته تللی و او د افغان سولې په تړاو يې له چیني چارواکو سره خبرې کړي دي.
له تير یوه کال راهيسې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات روان و چې د دغه مذاکراتو په وروستي پړاو کې د امريکا ولسمشر مذاکرات لومړی وځنډول او وروسته يې لغوه اعلان کړل.
ټرمپ په دې بهانه مذاکرات لغوه اعلان کړل چې ګنې طالبانو کابل کې په يوه چاودنه کې امریکايي ځواکونو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دغه خبرو له ځنډولو وروسته سيمه ييزو هيوادونو هڅه پيل کړې چې يوځل بيا د طالبانو او امريکا مذاکرات پیل او شوې موافقه نهايي کړي.
طالبانو تر دې مخکې چين، ازبکستان، روسيې ترکيې او یو شمير سيمه ييزو هيوادونو ته سفرونه وکړل څو پر امریکا فشار راوړي چې پر شوې موافقه لاسليک وکړي.
په عين حال کې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ښاغلی سهيل شاهين خبر ورکړی چې د طالبانو د سياسي مرستيال ملابرادر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی اسلام اباد ته روان شوی دی.
د شاهین به خبره، د پاکستان په بلنه طالب پلاوی هغه هیواد ته سفر کوي چې په وينا يې هلته به له چارواکو سره په یو لړ مهمو موضوعاتو بحث وکړي.



