کاپيسا: ماين چاودنه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۰، چهارشنبه)

د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د ماین چاودنې په ترڅ کې د ښځو په شمول د يوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.

دغه چاودنه تيره ورځ ماذیګر مهال د یادې ولسوالۍ مربوط په افغانیه سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت وايي، په چاودنه کې دوه نارینه، څلور ميرمنې وژل شوي او د دوو کسانو په شمول یوه ميرمن ټپي شوې ده.

تر اوسه د چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.

مربوطه مطالب

Back to top button