ايران: امریکا او متحدینو يې افغانستان د مخدره توکو د تولید ځاله ګرځولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۰، چهارشنبه)

ايران وايي، چې امریکا او متحدانو يې افغانستان د مخدره موادو د تولید ځاله ګرځولې او د پخوا په پرتله پنځوس سلنه د مخدره توکو تولید زیات شوی دی.

دا څرګندونې د شانګهای سازمان غړو هېوادونو اوولسمې ناستې پر مهال په قرغستان کې د ايران لوي څارنوال محمد جعفر منتظري کړي دي.

منتظري د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره توکو د مخنیوي څانګې د راپور په حواله ويلي، چې په افغانستان کې دامریکا او نړیوالو له حضور مخکې ۲۰۰ ټنه ترياک تولید شوي و او د دوی په راتګ سره دغه کچه ۱۰۰۰۰ لس زره ټنه ته رسيدلې ده.

د منتظري په خبره، د نړیوالو په موجوديت کې پنځوس سلنه د مخدره توکو توليد زيات شوی او بهرنیانو افغانستان د مخدره موادو په ځاله بدل کړی دی.

نوموړی زياتوي، نه یوازې دا چې بهرنيان د مخدره توکو د تولید په مخنیوي کې پاتې راغلي بلکې د دولت له خوا د مخدره توکو د مخنيوي هڅو مخه يې هم ډپ کړې چې له کبله يې ايران او ګاونډیو هیوادونو ته هم زيانونه اوښتي دي.

که څه هم امريکا ادعا کوي چې افغانستان کې يې د مخدره موادو د توليد په مخنیوي کې شاوخوا سل ميليارده ډالره لګولي خو د څارونکو بنسټونو په وينا افغانستان ته د امریکا په راتګ په هیواد کې د ترکيانو او مخدره توکو توليد او قاچاق نږد اويا سلنه زيات شوی چې په لوړه سطحه يې په قاچاق کې بهرنيان او لوړپوړي دولتي چارواکي ښکيل دي.

مربوطه مطالب

Back to top button