مجاهد: نجراب کې ملکي وګړي په ماین نه، د عسکرو په هاوان مرمۍ وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۰، چهارشنبه)

د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د يوې پيښې پر مهال د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي چې د کورنیو چارو وزارت تور پورې کړ یاده پيښه د چاودنې له کبله رامنځته شوې چې طالبانو ايښی و.

که څه هم  ځينو رسنیو تر دې مخکې د کورنيو چارو وزارت په حواله یاده پیښه چاودنه بللې وه خو دا چې سیمه ييز خلک او باخبره سرچينې وايي، ملکي وګړي په چاودنه کې نه بلکې د هاوان مرمۍ لګيدو له کبله وژل شوي چې د دولتي ځواکونو له خوا په ملکي ميشت ځایونو لګيدلې وه.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دغه هوان مرمۍ د حاجي فاروق په نوم د یوه ملکي کس به کور لګیدلې چې له کبله يې کور ویجاړ، د حاجي فاروق یوه ښځه، دوه لورګانې، یوه لمسۍ او دوه کوچني ماشومان شهيدان شوي او خپله حاجي فاروق او انګور يې ټپيان دي.

طالبانو کابل ټکی کام ته په رالیږلې خبرپاڼه کې د کورنيو چارو وزارت ادعا رد کړې زياتوي سيمه د طالبانو تر حاکمیت لاندې ده چې د ماین کيښودلو ته پکې هيڅ اړتيا نه ليدل کیږي.

د نجراب ولسوالۍ اوسيدونکي هم وايي، چې پرون ماذیګر په ملکي میشت ځايونو دولتي عسکرو د هاوان بريدونه کړي او یاده پيښه رامنځته شوې زياتوي په سیمه کې هيڅ کومه چاودنه نه ده شوې.

دغه راز طالب وياند ذبیح الله مجاهد ويلي، د پيښې د لا ډيرې پلټنې او حقائقو د معلومولو لپاره رسنۍ کولای شي چې سیمې ته ورشي او حالات په خپلو سترګو وګوري.

ډير کله د دولتي ځواکونو په هاوان مرميو، وسله والو نښتو او ځانګړيو استخباراتي کړيو له خوا ملکي ميشت ځایونه او خلک هدف ګرځي چې د طالبانو د بدنامولو لپاره يې پړه پر هغوی اچول کیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button