امنیت شورا کمېسیونونو ته: په دقيقه توګه د رايو شميرلو ډاډ ورکړۍ او شفافه نتیجه اعلان کړۍ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۱، پنجشنبه)

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د انتخاباتي کمېسيون او دغه راز د شکايتونو کمېسیون څخه غوښتنه شوې چې په دقيقه توګه د رايو شميرلو ډاډ ورکړي او په شفافه او عادلانه توګه د رايو نتيجې اعلان کړي.

د امنيت شورا څخه په خپره شوې اعلاميه کې له نوماندانو غوښتنه شوې چې بې وخته له نتيجه ګيريو او تورونو لګولو څخه ډډه وکړي ، په خپلو کړيو ژمنه ودريږي او خپله ريښتينولي دې ثابته کړي.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو وروسه کاندیدانو پر یو بل تورونه ولګول چې په ټاکنو کې يې درغلۍ کړي، ځينو يې د نتایجو له اعلان مخکې ځانونه ګټونکي اعلان کړل.

د ولسمشرۍ ټاکنو نهه کاندیدانو په ګډه اعلامیه کې ويلي و چې په ټاکنو کې د خلکو د کم ګډون، په بايوميټریک سستم کې د خرابوالي، په انتخاباتي ليست کې د خلکو د نومونو نه شتون او بيلابيلو ستونزو له کبله ورته د ټاکنو پايلې د منلو وړ نه دي.

دغه راز ډاکټر عبدالله او د اشرف غني د انتخاباتي ډلې مشر امرالله صالح او حکیم تورسن لا له وړاندې اعلان وکړ چې انتخابات يې ګټلي دي، چې یو ځل بیا يې خبره جنجالي کړه.

د شنونکو په باور ښايي، د ولسشمرۍ انتخابات یو ځل بيا د ۲۰۱۴ کال انتخاباتو په څير جنجالي، دوهم پړاو ته ولاړ شي او افغانستان د بل بحران سره مخ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button