دموکراتانو خو هغه خپله دمکراسي هم بدنامه کړه

لیکوال: امین وردګ

له کله نه چې زموږ ګران افغانستان د امریکا له خوا (په ۲۰۰۱ م کال کې) اشغال شو – چې اوس یې دا دی ۱۸ کلونه پوره کیږي- نو غربیانو او ګوډاګیانو یې د دمکراسۍ نغاره ښه په زوره – زوره وټنګوله، بیا یې نو هره بد اخلاقي د دمکراسۍ تر سالو لاندې ترسره کړه.

د امن خونو په نوم یې رنډۍ خانې جوړې کړې او د افغانستان په ټولو ولایاتو کې یې دا خبر خپور کړ چې کومې ښځې او نجونې که په خپلو کورونو کې ترخه ژوندونه لري، نو دوی یې غمه خوړلې ده،  کولای شي چې دولت ته رجوع وکړي ،  هغه نو به چې کومه سادګۍ په کور کې لږه تنګه شوه،  ورمنډه به یې کړل او ورته په سورو او نارو به شوه ،  دوی به سم له لاسه امن خونو ته کړه او هلته به یې په لنډ وخت کې عزت ور لوټ کړ، بیا به یې نو چا غږ نه آورېده او دا غموهلې به هم بیا له دغه قفسه نشوای وتلای؛ ځکه چې افغاني ټولنه ده نو!  پوهېده چې که کورنۍ ته یې دا ځل په لاس ورغله نو  ارو مرو یې وژني.

نو نتیجتاً به یې همدغه بدمرغه فاحشه خونه ځای شو، چې اوس هم هلته هره ورځ د ډېرو غریبانانو تورسرو پت او عفت لوټل کیږي.

لنډه یې دا چې دغو دمکراتانو هغه څه وکړل چې انسانیت ترې شرمیږي.

اوس وګورئ!

د وطن هر رګ پرې دی،  هره کوڅه په وینو سره ده،  هر کور د غم په غولي ناست دی،  هره تورسرې یا ورره ده او  یا بوره،  هر ماشوم وحشتځپلی او وېرېدلی ښکاري؛ خو دغه کرغېړن دمکراتان بیا د قدرت په لېونۍ مینه کې دومره غرق تللي چې نه یې سترګې کار کوي،  نه غوږونه او نه هم عقل – فکر.

سړی حیران شي په والله!

دا چې دوه ۲ میلیونه کسان د دریدېرشو ۳۳ میلیونو سرنوشت ټاکي (هغه هم هغه قشر چې د همدغو ښاغلو خپلوان،  یا یې په بدرنګیو رنګېدلي کسان وي)نو تاسو او خدای! دا انصاف او (افغان معضلې ته) د حل لاره ده؟

که دغه خلک د ملت خواخوږي وای،  نو د ملت څخه به یې رایه اخیستې وه! دوی ته خو یې رایې خپلو- خپلوانو ورکړې، نه ملت.

زه له دوی سره نه ۲ میلیونه رایې منم او نه د افغانستان نفوس ۳۵ میلیونه منلای شم،  دا دواړه ادعاوې بې بنسټه دي.

د افغانستان نفوس د شوروي له اشغال څخه وړاندې لا ۳۳ میلیونه ؤ، نو راځئ چې دا احصایه له خلپو کورونو پیل کړو؛  هغه مهال زموږ په کور کې یوازې زموږ پلار ژوند کولو، مګر اوس الحمدلله تر ۲۵ کسانو هم اوړو او په دا ۲۵ کسانو کې موږ یوازې ۵ کسه تذکرې لرو!

او کور ته مو په ټول عمر کې د احصایې مامورین نه دي راغلي.

نو دا څنګه احصایه ده؟

تاسو همدا اوس په خپلو کورونو کې فکر وکړئ!  څه وخت مو احصایه شوې او څو کسان تذکرې لرئ؟

دوی په دروغو بیخي عادت دي او هېڅ نه پرې شرمیږي، داسې ښکاري لکه چې پیدایښت یې هم په دروغو شوی وي.

دا احصایه چا او کله وکړه؟

دوی خو له ټانګونو او الوتکو سره هم د افغانستان ۷۰% خاورې ته نشي ننوتلای، نو څنګه یې ۳۵ میلیونه ګڼي؟

که د تذکرو له مخې یې حسابوي نو ۹۰% افغان ښځینه خو بلکل تذکرې نه لري،  او داسې غټان هم ډېر دي چې تذکرې یې نشته،  هغه ماشومان خو لا پر ځای پرېږدئ چې تذکرې یې لا تر اوسه بیخي اخیستې نه دي.

موږ په ۱۳۸۸ ه ل کال کې کابل ته راغلو، اوس مو هم کور په کابل کې دی، خو لا تر اوسه چا پوښتنه نه ده رانه کړې چې تاسو څو کسان یئ؟

نو په هغو سیمو کې به څنګه دوی احصایه وکړي چې په خوب یې لا نه دي لیدلې!

دوی هر کار په دروغو مخته وړي او په دروغو کې هېڅ خوند والله که وي.

د رایو په ورځ یې مامورین ویده وو او ناظرانو فیسبوکونه کارول،  نو څنګه ۲ میلیونه شي؟  که قسم وکړم هم نه نیول کېږم ان شاءالله، دوی ته یې رایې فقط خپلوانو او هوادارانو ورکړې، نه ملت! هسې شرم ورته پکار دی چې په ټولو سره یې هم دوه ۲ میلیونه رایې و نه ګټلې،  دوی بیا ځانونه نفوذي سیاسیون هم بولي.

دوی ته ملت رایه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړې؛  ملت همدوی و ځپلو، نو رایه به ولې ورکوي!

هر افغان د دوی له لاسه غمونو ځپلی، هغه که دېخوا ته دی او که هغې خواته.

دوی په وچ کبر او ناروا پر موږ خپل راج چلول غواړي.

دوی له هغې خپلې دیمکراسۍ هم نه شرمیږي، په هغې کې لا دوی ته ټارګېټ ۵۰+۱ ټاکل شوی، خو دغه ټارکېت به د اصلي رایو په بنسټ وي او د ملت رایو ته به پوره درناوی کیږي، نه دا چې د عمه او خاله زمن دې سره ټول شي او د غوڅ اکثریت په سر دې ځانونه حاکمان اعلان کړي.

څوک به یې مني؟

اې! واورئ!

دا ځل سهامي شرکت موږ (ملت) نه منو، په وچ زور به قدرت ستاسو له ناولیو پنجو څخه اخلو ان شاءالله، فقط غوږ نیسئ.

اسلامي قانون ته خو مو هسې هم سپکاوی کړی ؤ، اوس مو دا دی هغه خپله دمکراسي هم بدنامه کړه.

مربوطه مطالب

Back to top button