کورنیو چارو وزارت: شپیته تنه دولتي سرتېري مسکو ته دپوځي زدګړو لپاره لېږل کېږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ تله ، ۱۳۹۸ل)

د ګډحکومت دکورنیو چارو وزارت وایي، شپیته تنه دولتي سرتېري مسکو ته دپوځي زدګړو لپاره لېږل کېږي.

دوی زیاتوي، دغه سرتېري به په مسکو کې عصري پوځي زده کړې کوي او تر هغه وروسته به هېواد ته راستنېږي.

په همدې تړاو په جوړو شوو مراسمو کې د روسیې سفیر الکساندر ماتیتسکي ویلي دوی له ګډ حکومت سره په بېلو برخو کې مرسته کوي او هیله لري چې دلته سوله او دایمي ثبات راشي.

نوموړي دغه سرتېرو ته د وینا پر مهال ویلي، هیله لري ددغه سرتېرو د بېرته راستنېدو پر مهال افغانستان ته سوله راغلې وي او ټول خلک په امنه فضا کې ژوند وکړي.

وخت ناوخت افغان دولت یوشمېر هېوادونو ته دپوځي زدکړولپاره خپل سرتېري استوي، خو ډېری وختونه یاد لسګونه سرتیري هغو هېوادو کې د مزدورۍ او کاروبار لپاره پناه اخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button