کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ تله ، ۱۳۹۸ل)
پاکستانۍ رسنیو راپورونه ورکړي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي له طالب پلاوي سره کتلي دي او دواړو لورو د سولې د خبرو پر بیا پيلېدو ټینګار کړی دی.
راپور زیاتوي، په یاده لیدنه کې محمود قریشي ویلي، پاکستان د افغان سولې په پروسه کې همکاریو ته ادامه ورکوي.
دده په خبره دوی ددې غوښتونکي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په ټپه ولاړې خبرې بیا پيل شي او په دې توګه روانه جګړه په افغانستان کې پای ته ورسېږي.
طالب پلاوي هم ویلي دوی دافغان قضیې دحل لپاره ددې ملاتړي دي چې له امریکا سره خبرې بیا پيل شي تر څو دواړه لوري یوې واقعي سولې ته ورسیږي.
محمود قریشي دا هم ویلي چې افغان جګړه له نظامي لارو نه بلکې د سیاسي مذاکراتو پر مټ د حل وړ ده.
طالب پلاوی پاکستان ته له رسېدو سره سم د پاکستاني مقاماتو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی او ټاکل شوې چې دغه پلاوی له نورو پاکستاني چارواکو سره هم وګوري.
طالبانو دامریکا له لوري دافغان مذاکراتو له لغوه کېدا وروسته خپل سیاسي سفرونه پراخ کړل، یادې ډلې تر دې وړاندې وروس، ایران، چین او ازبکستان ته هم خپل رسمي سفرونه تر سره کړي و.

















