کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ تله ، ۱۳۹۸ل)
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دسعودي په تېلي تاسیساتو برید کې دایران لاس رد کړی دی.
پوتین زیاته کړه، داسې اسناد او شواهد وجود نه لري چې وښیي ایران د سعودي پر تیلي تاسیساتو شوي برید کې لاس لري.
پوتین زیاته کړې، امریکا او سعودي دواړه د خپلې ادعا د اثبات لپاره داسې شواهد په لاس کې نه لري چې وښیي د دې برید مسوول ایران دی.
هغه زیاته کړې، دی په دې برید کې د ایران لاس لرل ردوي او ټینګار کوي چې تر کره څېړنو پورې دې له بې ځایه تورونو ډډه وشي.
پوتین څرګنده کړې، ده د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره هم په دې تړاو خبرې کړې دي او هغه هم ورته ویلي چې په دې برید کې لاس نه لري.
نږدې دوه ونۍ وړاندې دسعودي په تېلي تاسیساتو سختې حملې وشوې، دیادو بریدونو مسئولیت که څه هم حوثي یاغیانو په غاړه واخیست خو سعودي ددې برید مسئول ایران وباله.

















