کابل ټکی کام (جمعه، ۱۲ تله ، ۱۳۹۸ل)
د غزني اوسيدونکو او دولتي چارواکو یوځل بیا په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د امنيتي ستونزو له ډېرېدو خبر ورکړی دی.
دوى وايي که چيرې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره جدي اقدامات ونه شي د سقوط امکان يې هم شته دى.
د غزني د ولايتي شورا غړي عصمت الله جامرادوال هم یادې ستونزې تائد کړي او د غزني ښار ترڅنګ په ولسواليو کې هم امنيتي وضعيت ډېر بد یاد کړی دى.
د نوموړي د معلوماتو له مخې اندړ، ګیرو، زنخان، رشیدان، اجرستان، خوږیاڼي، واغظ او جغتو هغه ولسوالۍ دي چې د نا امنيو له امله يې مرکزونه نورو سيمو اوحتی مرکز ته انتقال شوي دي.
د ولايتي شورا دغه غړى وايي چې د خلکو انديښنې دوى له اړوندو چارواکو سره شريک کړي او د امنيت د ټينګښت غوښتنه يې ترې کړې ده.
دیادونې وړ ده چې دتېر په څېر داکال هم طالبانو دډېری ولایاتو مراکز تر سختو بریدونو لاندې نیولي، کندوز، بغلان، غزني، تخار، اروزګان او فراه هغه ولایتونه دي چې لاهم تر سختې محاصرې لاندې قرار لري، او هره ګړۍ یې د سقوط احتمال شته.


















