کابل ټکی کام (جمعه، ۱۲ تله ، ۱۳۹۸ل)
طالبانو پاکستان ته دخپل سفر په اوږدو کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
دغه خبر د روېټرز خبري آژانس د دوو سرچینو له قوله ورکړل شوی دی.
د رویټرز د راپور له مخې د امریکا د ولسمشر ډونالد ترمپ، له لوري له طالبانو سره د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته دا لومړۍ ناسته ده چې تر سره کیږي.
د پاکستان یوه جګپوړي حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط دیادې لیدنې دتائید ترڅنګ ویلي، چې دغې لیدنې له یوه ساعت زیات وخت ونیو، خو خبرې رسمي نه وې او موخه یې د ښکېلو اړخونو تر منځ د باور رامنځته کول وو.
طالب او امریکایي لوري تر اوسه دمذاکراتو دبیا پیل او ملاقات په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو سیاسي شنونکي بیا خوش باوري ښیي چې ممکن معطله پروسه ډېر ژر بېرته پیل شي.


















