غورځنګ
تېره ورځ د طالبانو د قطر دفتر له لوري يوه رسمي اعلاميه خپره شوې وه، او پکې ويل شوي وو چې د دوی يو پلاوی به د پاکستان په رسمي غوښتنه نوموړي هېواد ته ورځي، په همدې وخت کې خليلزاد هم پاکستان ته يو نا اعلان شوی سفر درلودلو.
لنډه دا چې د ځينو رسنيو په وينا د طالبانو پلاوي او امريکايي سوله ييز ټيم په پاکستان کې سره کتلي خو په وينا يې چې په پاکستان کې د امریکا سفارت په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې.
دا چې ټرمپ د سولې خبرې درولې وې او له طالبانو سره يې جګړه اعلان کړې وه نو اوس له طالبانو سره د امريکايي پلاوي د ليدلو هدف څه دی؟
دوی خو سوله بنده کړې وه نو اوس د څه لپاره ورسره ګوري؟؟
که په لنډو ټکو ووایو چې عمران خان چې څو ورځې مخکې امریکا ته يوه لوی کنفرانس ته ورغلی و او هلته يې داسې څرګندونې کړې وې چې له دې وړاندې يې د پاکستان يوه وزير اعظم هم نه وې کړې، د هغو څرګندونو په ترڅ کې یوه دا خبره هم وه چې که امريکا نولس کاله نوره هم په افغانستان کې جګړه وکړي نو جګړه نشي ګټلی بلکې جګړه يې بايللې ده او په هېڅ صورت به په افغانستان کې جنګ ونه ګټي.
عمران خان د دې وينا تر څنګ دا خبره هم کړې وه چې که امريکا وغواړي چې له طالبانو سره سوله وکړي نو پاکستان به ورسره پوره همکاري وکړي.
دغه شان کله چې طالبان پاکستان ته لاړل نو د نورو موضوعاتو تر څنګ يې پاکستان ته هم ډاډ ورکړ چې د سولې خبرو ته اوس هم ژمن دي، د پاکستان وزير اعظم عمران خان هم طالبانو سره په افغانستان کې د سولې په باب د هر ډول همکارۍ او مرستې ژمنې وکړې او همداشان يې دا هم وويل چې پاکستان د هغې سولې طرفدار دی کومه چې د افغانانو خوښه وي.
بلخوا بيا د کابل اداره چې له ټاکنو وړاندې ټاکنو ته ډېره هيله منده وه او ټاکنې يې د سولې لپاره اړينې بللې، او ويل يې چې په ټاکنو کې يې لسو ميليونو خلکو ته د رائيې اچونې سهولتونه برابر کړي دي.
خو اوس د ټاکنو د پايلو په اړه ضد ونقيض خبرونه اورېدل کېږي، د نوماندانو مختلفې څرګندونې داسې ښيي چې د کابل اداره د ټاکنو له پايلې څخه ناهيلې بريښي. ځکه چې عبدالله عبدالله يو تن نوماند لا له وړاندې خپل ځانته مبارکي وويله چې زه ګټونکی يم، او له خلکو يې هم وغوښتل چې مبارکي ورکړي.
ځينې نوماندان وايي چې په ټاکنو کې پوره درغلي او ټګي وه، ځينې بيا وايي چې دويم پړاو ته دې لاړې شي، ځينې څه وايي او ځينې څه!!
بلخوا بيا د کابل ادارې د ارګ وياند صديقي پاکستان ته د طالبانو په تګ او هلته د پاکستانيو چارواکو پر تود هرکلي نيوکه کړې او ويلي يې دي چې پاکستانيو چارواکو بايد طالبانو سره د يوې ډلې په ډول چلند کړی وای نه د يوه هېواد د واکمنانو په څېر!
پايله!
له پورتنيو حالاتو څخه خو داسې معلومېږي چې په سیمه کې يو لوی بدلون راروان دی او حالات هم د امريکا او د دوی د ملاتړو په تاوان څرخېږي.
يعنې امریکا چې دې سیمې ته يې په کوهي کې د مرادرې حيثيت درلودلو، په هر صورت خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسي او پاتې شو د کابل اداره، هغه به نو بې د امريکا له مرستې څخه په هېڅ صورت هم بقا ونه مومي، ځکه چې سیمه له امريکايي پلانونو څخه نوره تنګه راغلې ده. او د کابل اداره داسې اداره ده چې امريکايي ټولو پلانونو ته د عمل جامه وراغوندي.
خو پوښتنه دا ده چې ولې خليلزاد دا ځل له طالبانو سره په اسلام اباد کې کتل غوره کړل؟؟
نو ځواب يې شايد دا وي چې نور به نو خليلزاد ته د شرم احساس کېږي چې په قطر کې مې هغه وخت چې لومړی پړاو مذاکرات پيل کېدل نو همدا نخرې مې کولې چې بيا بېرته د امريکا له خوا مجبور شوم او د طالبانو د قطر دفتر ته ورغلم او همالته مې د دوی په خوښه ورسره مذاکرات پيل کړل. نو دا ځل به په اسلام اباد کې يوه ملاقات وکړو تر څو پر يو بل اعتماد پيدا کړو او هسې هم طالبان اسلام اباد ته راغلي دي.
بله پوښتنه دا ده چې امریکايان چې په دې باندې ښه پوهېدل چې سوله به بېرته پيلوي نو ولې يې ټاکنې تر سره کولې او مذاکرات يې لغوه کول؟؟
د دې پوښتنې په ځواب کې بايد ووایو چې مذاکرات خو يې ځکه لغوه کړل، که چېرته د سولې توافقنامه له نهايي کېدو څخه وروسته لاسليک شوې وای نو د کابل اداره به مکمله شړېدلې وای او طالبانو ته د واک زمينه بې له دې برابره شوې وای چې امريکايانو سره د بين الافغاني مذاکراتو په اړه دماغ وخوږوي.
نو د دې لپاره چې د کابل په اداره کې ساه پوکړي مذاکرات يې لغوه کړل او ټاکنو ته يې لومړيتوب ورکړ، بل دا چې امریکايانو په خپل تحليل د مذاکراتو د لغوه کېدلو پواسطه د طالبانو د ژر راتګ مخه ونيوله.
په پای کې وايو چې دا ځل به سوله نوره هم د طالبانو په خوښه وي او د طالبانو دريځ به نور هم پوخ او نه بدلېدونکی شي. ځکه چې مذاکرات د طالبانو لخوا نه وو لغوه شوي بلکې د امریکايانو له لوري لغوه شوي وو.
همداشان امریکايان به په دې مذاکراتو کې نور هم ټيټې سترګې وي ځکه چې يو ځل يې مذاکرات لغوه کړل او اوس يې بيا پيلوي، نو ټولې نړۍ ته معلومه شوه چې امريکايان په يوه دريځ نه دي ولاړ. بلکې دريځ يې بدلېدونکی دی.


















