کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ تله ، ۱۳۹۸ل)
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي مولانا عبدالله ویلي، د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ځینې بایومیټریک دستګاوې تري تم شوې دي.
نوموړي چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، په کابل کې له شپږو څخه تر اوو پورې او دغه راز په ځینې نورو ولایتونو کې هم یو شمېر بایومیټریک دستګاوې ورکې شوې دي.
د نوموړي په خبره، دغه راز له ځینې محلونو څخه زورواکو د دې دستګاوو میموري ګانې یا حافظې له ځان سره وړې دي.
نوموړي ددستګاوو په تري تم کېدو اندیښنه ښودلې او دایې دملت د رایو بې احترامي یاده کړې ده.
تر دې وړاندې یوشمېر نوماندانو په ټاکنو کې له پراخو درغلیو خبر ورکړی و، یاد راپور ښیي چې دنوماندانو اندیښنې پر ځای، اوممکن پایلې جنجالي شي.


















